نيويارك۔06 جولائي (اے پي پي) ارلنګ هالېنډ په وروستو لمحو كښې په دوة ګولونو كولو ناورے 5 وارې چېمپيئن پاتي شوي برازيل له د يو په مقابل كښې په دوو ګولونو ماتې وركولو سره په وړومبي ځل د ورلد كپ په كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو۔ د شنهوا تر مخه ارلنګ هالېنډ په زړه پورې كاركردګۍ خپلې ډلې له فتح وركولو كښې مهم كردار ادا كړو۔برازيل …
د ارلنګ هالېنډ دوه ګولونه٬ ناورے برازيل د ورلډ كپ نه په بهر كولو كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو
نيويارك۔06 جولائي (اے پي پي) ارلنګ هالېنډ په وروستو لمحو كښې په دوة ګولونو كولو ناورے 5 وارې چېمپيئن پاتي شوي برازيل له د يو په مقابل كښې په دوو ګولونو ماتې وركولو سره په وړومبي ځل د ورلد كپ په كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو۔ د شنهوا تر مخه ارلنګ هالېنډ په زړه پورې كاركردګۍ خپلې ډلې له فتح وركولو كښې مهم كردار ادا كړو۔برازيل د 1990 نه پس په وړومبي ځل دومره زر د ټورنامنټ نه بهر شو دے ۔ په ميټ لائف لوبغالي امريكا كښې په دې زړه پوري مېچ كښې د ناورے ګول كيپر او جن نائي لېنډ د ښې كاركردګۍ څرګندونه وكړه او د مېچ په وړومبي هاف كښې د برونو ګيمارېس په پنالټي كك ايسارولو يې برازيل د برترۍ نه اسيار كړو ۔ د دغې نه پس د مېچ په وروستو 11 منټه كښې ارلګ هالېنډ په 2 ګولونو كولو د مېچ رخ بدل كړو ۔ د برازيل د اړخه د مېچ په زياتي وخت كښې نيمار په پنالټي واحد ګول وكړو خو هغه خپله ډله د ماتې نه اونه ساتلې شوه۔ هالېنډ په دې ټورنامنټ كښې تر اوسه 7 ګولونه كړې دي او هغه د ايونل مېسي سره يو برابر شو۔ په كوارټر فائنل كښې به د ناورے مقابله په 11 جولائي په كومياي كښې د انګلېنډ يا ميكسيكو سره كېږي۔ د كارلو اينيلوټي په نګرانۍ كښې كېدونكے دا د برازيل ډلې پرله پسې 6 م ورلډ كپ ټورنامنټ دے كوم كښې چې هغه د كوم اورپائې ډلې په ماتې خوړولو د ټورنامنټ نه بهر كېږي












