اټلانټا 02 جولائي (اے پي پي) كپتان هيري كېن په وروستو لمحو كښې په 2 زړه پورې ګولونو كولو انګلېنډ د فيفا ورلډ كپ د تاريخ تر ټولو لوي اپ سېټ او عبرتناكې ماتې خوړولو نه اوساتلو٬ د كومو په سبب چې انګلېنډ كانګو ډي آر ته په 1۔2 ماتې وركولو سره د 16 راونډ لپاره ځان له ځائے جوړ كړو ۔ د بي بي سي تر مخه په اټلانټا …
فټ بال ورلډ كپ 2026 ٬ د انګلېنډ ټاپ 16 ته رسائي ٬ هېري كين انګلېنډ د لويې تباهۍ نه اوساتلو

مزید خبریں
اټلانټا 02 جولائي (اے پي پي) كپتان هيري كېن په وروستو لمحو كښې په 2 زړه پورې ګولونو كولو انګلېنډ د فيفا ورلډ كپ د تاريخ تر ټولو لوي اپ سېټ او عبرتناكې ماتې خوړولو نه اوساتلو٬ د كومو په سبب چې انګلېنډ كانګو ډي آر ته په 1۔2 ماتې وركولو سره د 16 راونډ لپاره ځان له ځائے جوړ كړو ۔ د بي بي سي تر مخه په اټلانټا كښې شوي مېچ كښې پېل كښې كانګو ډي آر د ښې لوبې څرګندونه وكړه او د مېچ په وړومبو منټونو كښې د برائن سېپېنګا په ګول كولو يې انګلېنډ باندې برتري تر لاسه كړه او په انګلش ډله يې فشار زيات كړو۔په وړومبي هاف كښې د انګلېنډ نامتو لوبغاړي جوډ هېلنګم او د ماركس رسېفورډ بريدونه د كانګو ګول كيپر لينل مپاسي په ښه كاركردګۍ ناماكه كړل ٬ خو د د كوچ تهامس ټوخل د اړخه په بل هاف كښې بدلونونو د مېچ رخ بدل كړو چرته چې متبادل لوبغاړي اينتهنهې ګورډن په ښې لوبې كولو په 75 منټ كښې ګول وكړو او مېچ د 1۔1 په حساب يو برابر شو۔ د دغې نه پس په 86 منټ يو ځل بيا د ګورډن په پاس هيرې كين خپل بل ګول كولو سره د ډلې بريا باروي كړه ٬ د دې 2 ګولونو په كولو په ورلډ كپ كښې هيرې كېين د ورلډ كپ په تاريخ كښې د مجموعي ګولونو شمېره 13 ته ورسېده











