مېكسيكو سټي۔ 1 جولائي (اے پي پي) مېكسيكو د فيفا ورلډ كپ 2026 په مهم مېچ كښې ايكوډور ته په 0 ۔2 ماتې وركولو سره 40 كاله پس د مېګا ايونټ په ناك آوټ مرحله كښې وړومېبۍ تاريخي بريا تر لاسه كړه ۔ د شنهوا تر مخه مېكسيكو پخپل كورني سټيډيوازټيكا لوبغالي كښې شوي مېچ كښې په غوره لوبه كولو ايكو ډور ته په 0۔2 ماتې وركړه او 40 كاله …
د مېكسيكو فټ بال ډلې 40 كاله پس د نړيوال جام په ناك آوټ مرحله كښې وړومبۍ تاريخي بريا ترلاسه كړه

مزید خبریں
مېكسيكو سټي۔ 1 جولائي (اے پي پي) مېكسيكو د فيفا ورلډ كپ 2026 په مهم مېچ كښې ايكوډور ته په 0 ۔2 ماتې وركولو سره 40 كاله پس د مېګا ايونټ په ناك آوټ مرحله كښې وړومېبۍ تاريخي بريا تر لاسه كړه ۔ د شنهوا تر مخه مېكسيكو پخپل كورني سټيډيوازټيكا لوبغالي كښې شوي مېچ كښې په غوره لوبه كولو ايكو ډور ته په 0۔2 ماتې وركړه او 40 كاله پس يې وړومبۍ فتح پخپله نامه كړه ۔مېچ د برېښنا له امله په يو ساعت تاخير سره پېل شو خو بيا هم د كېكسيكو كاركردګآ متاثره نه شوه ٬ جوليان كوئينونېس او راول خيمنېنز د وړومبي هاف په 9 منټه كښې دننه په 2 ګولونو كولو ځان مضبوط كړ٬ د دې كاميابۍ سره كېكسيكو پرې كوارټر فائنل كښې ځان له ځائے جوړ كړو چرته به چې د دوي سيالي د انګلېنډياكانګو سره وي۔ مېكسيكو پرله پسې پخپلو ابتدائي مېچونو كښې د كوم ګول خوړولو نه غېر په بريا تر لاسه كولو نوے اعزاز هم تر لاسه كړو۔ بل پلو د ايكو ډور كمپائن په مايوس كونكې انداز اختتام ته ورسېد











