د پي سي بي بورډ آف ګورنرز نوي مالي كال لپاره سرپلس بجټ، د ډوميسټک کرکټ فنډز كښې د يو ارب روپو زیاتوالی

لاهور 29 جون (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي)  بورډ آف ګورنرز (بي او جي) د نوي مالي كال 27-2026 سرپلس بجټ سره د ډوميسټک کرکټ فنډز كښې د يو ارب روپو زیاتوالی سره د ډوميسټک او قامي  لوبغاړو د معاوضی زیاتولو  پشمول د يو شمېر مهمو پرېكړو په يوه خله منظوري وركړې ده٬ دا پرېكړې د پي سي بي د چئيرمېن محسن نقوي په مشرۍ …

لاهور 29 جون (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي)  بورډ آف ګورنرز (بي او جي) د نوي مالي كال 27-2026 سرپلس بجټ سره د ډوميسټک کرکټ فنډز كښې د يو ارب روپو زیاتوالی سره د ډوميسټک او قامي  لوبغاړو د معاوضی زیاتولو  پشمول د يو شمېر مهمو پرېكړو په يوه خله منظوري وركړې ده٬ دا پرېكړې د پي سي بي د چئيرمېن محسن نقوي په مشرۍ كښې په لاهور كښې د بورډ آف گورنرز په 84 مې غونډه کښی شوې دي۔ په غونډه كښې د پي ايس ايل 12 د بجټ منظورۍ سره سره پاکستان سپر ليګ له په انتظامي و مالياتي توګه د بشپړه خپلواكه  هم لويه پریكړه وشوه۔ په غونډه کښې د ډوميسټک کرکټ ودې لپاره فنډز د 3 اربه نه  4 اربه روپۍ كولو منظوري هم وركړې شوه چې له مخې ئې د لوبغاړو په معاوضو كښې هم اضافه شوې ده