اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي ټول سياسي ګوندونه دی يو شي او دا دې ترسره كړي چې د ټولو مسئلو به په ګډه مقابله كوو٬جيو پوليټيكل حالاتو كښې د پاكستان لپاره د موجوده موقعو څخه د بشپړه ګټی پورته كولو له اتفاق ته اړتيا ده٬دخ ووئيل غواړوچې وزيراعظم کامیاب شي٬ځكه چې كه وزيراعظم بری ومومي نو پاكستان به …
جيو پوليټيكل حالاتو كښې د پاكستان لپاره د موجوده موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولو له اتفاق ته اړتيا ده٬خوښي لرو چې وزيراعظم کامياب شي۔د بلاول بهټو زرداري قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي ټول سياسي ګوندونه دی يو شي او دا دې ترسره كړي چې د ټولو مسئلو به په ګډه مقابله كوو٬جيو پوليټيكل حالاتو كښې د پاكستان لپاره د موجوده موقعو څخه د بشپړه ګټی پورته كولو له اتفاق ته اړتيا ده٬دخ ووئيل غواړوچې وزيراعظم کامیاب شي٬ځكه چې كه وزيراعظم بری ومومي نو پاكستان به كامياب شي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل تر ټولو اول د خزانې وزير ته معذرت كوو ځكه چې مونږ اراده لرله چې د بجټ عمل بشپړ كړې شي٬ما هڅې كړې چې د ټولو تقريرونه بشپړ شي او مونږ هغه مرحلې ته ورسو خو دومره سرخطونه پرانستل شوي چې زه هم خپل موقف وړاندې كوم۔بلاول بهټو زرداري ووئيل ما پخپله دوه ځله وزيراعظم له ووټ وركړې هغه چې په څه ډول د خپلو اتحاديانو او اپوزېشن سره رابطه ساتي هغې څخه واضحه شوې چې په مثبت ډول هېواد په مشكلاتو قابو مومي٬كه قام او سياسي ګوندونه يو موټې شي او دا ترسره كړي چې د ټولو مسئلو به په ګډه مقابله كوو نو جيو پوليټيكل حالاتو كښې پاكستان د موجوده موقعو څخه بشپړه ګټه پورته كولې شي











