قامي يو والې د وخت حاجت دے٬د كشميريانو په اجتماع كښې د جذباتي ځوانانو د ویناګانو په ځاې بايد د هغوي په غوښتنو غور وكړی شي۔مولانا فضل الرحمان

  اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د جمعيت علمائے اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي  قامي يو والې د وخت حاجت دے٬د كشميريانو په اجتماع كښې د جذباتي ځوانانو د ویناګانو په ځاې بايد د هغوي په غوښتنو غور وكړی شي٬د كالعدم ايكشن كمېټۍ ذمه وارو٬ په خپل رسمي خط کښی د ثالثۍ لپاره د كردار ترسره كولو وئېلي دي خو دا كار زه يوازې نشم كولې۔د شورو په …

 

اسلام آباد 24 جون (اے پي پي)د جمعيت علمائے اسلام(ف)مشر مولانا فضل الرحمان وئېلي دي  قامي يو والې د وخت حاجت دے٬د كشميريانو په اجتماع كښې د جذباتي ځوانانو د ویناګانو په ځاې بايد د هغوي په غوښتنو غور وكړی شي٬د كالعدم ايكشن كمېټۍ ذمه وارو٬ په خپل رسمي خط کښی د ثالثۍ لپاره د كردار ترسره كولو وئېلي دي خو دا كار زه يوازې نشم كولې۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونې سره مولانا فضل الرحمان ووئيل دا وخت د تحمل٬سنجيدګۍ او د زغم دے٬ځينې وخت مونږ په سياست كښې د حدود څخه وړاندې لاړ شو۔ده ووئيل د غلطو څخه زده كړه ښه خبره ده٬ده ووئيل كشميريان په احتجاج دي٬هلته چارټرډ آف ډيمانډ وړاندې كړی شوې٬زما په خيال پھ دې كښې څه نكته نشته چې خبره پرې نه كيږي۔په دغه اجتماع كښې د پاكستان په حق كښې خبره شوې۔ده ووئيل د كالعدم ايكشن كمېټۍ ذمه وار و٬باضابطه خط ليكلو سره د ثالثۍ لپاره د كردار ترسره كولو وئېلي دي خو دا كار زه يوازې نشم كولې

مزید خبریں