د روايتي او غېر روايتي دواړو خطرو مخ نيوي لپاره لچكداره او كوټلې تګلارې خپلولو ته اړتيا ده۔ايډمرل نويد اشرف

  پینډۍ 24 جون (اے پي پي)د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف د جديد جنګونو د بدل شوي نوعيت او رامخې ته شوو سمندري امنيتي چېلنجونو باندی رڼا اچولو سره په دې خبره زور راوړو چې د روايتي او غېر روايتي دواړو  خطرو مخ نيوي لپاره لچكداره او كوټلې تګلارې خپلولو ته اړتيا ده۔د شورو په ورځ د آئي ايس پي آرد اړخه جاري شوي بيان له مخې د …

 

پینډۍ 24 جون (اے پي پي)د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف د جديد جنګونو د بدل شوي نوعيت او رامخې ته شوو سمندري امنيتي چېلنجونو باندی رڼا اچولو سره په دې خبره زور راوړو چې د روايتي او غېر روايتي دواړو  خطرو مخ نيوي لپاره لچكداره او كوټلې تګلارې خپلولو ته اړتيا ده۔د شورو په ورځ د آئي ايس پي آرد اړخه جاري شوي بيان له مخې د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف د پاكستان نيوي وار كالج لاهور دوره وكړه او 55م پاكستان نيوزي سټاف كورس ګډون كونكو ته يې وينا وكړه۔نيول چيف په خپل خطاب كښې ووئيل د سباؤن د جنګونو په تګلارو او تقاضو بيا د سره د غور كولو او جديد ټېكنالوجي لرلو په فكري توګه قوي افرادي قوت جوړولو ته اړتيا ده۔ده د جديد جنګونو په بدل شوې نوعيت او رامخې ته شوې سمندري امنيتي چېلنجونو رڼا اچولو سره په دې خبره زور راوړو روايتي او غېر روايتي دواړه ډول خطرو مخ نيوي لپاره لچكداره او كوټلې تګلارې خپلولو ته اړتيا ده۔خپل اختتامي كلمات كښې نيول چيف 55م پاكستان نيوزي اسټاف كورس ګډون كونكو له د خپل كورس په كاميابۍ سره په بشپړولو مباركي وركړه او هغوي ته يې هدايت وكړو چې د سباؤن ذمه وارو كښې پيشه وره پوهه تجزياتي صلاحيت او جدت خوښي خپل شعار جوړ كړي