اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي دي حج 2027 رجسټريشن پيل كيدو سره په وړومبو 20 ساعتو كښې د 20 زره څخه زياتو كسانو آن لائن رجسټريشن بشپړ كړې دې دغسې د 30 زره څخه زياتو كسانو په آن لائن پورټل خپل اكاؤنټس جوړ كړې دي۔ ۔د نهې په ورځ يو بيان كښې وياند ووئيل د نېشنل آئي ټي بورډ په مرسته …
په تیرو 20 ساعتو كښې 20 زره څخه زياتو كسانو حج 2027 لپاره آن لائن رجسټريشن كړې۔ د مذهبي چارو وزارت وياند

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وزارت وياند وئيلي دي حج 2027 رجسټريشن پيل كيدو سره په وړومبو 20 ساعتو كښې د 20 زره څخه زياتو كسانو آن لائن رجسټريشن بشپړ كړې دې دغسې د 30 زره څخه زياتو كسانو په آن لائن پورټل خپل اكاؤنټس جوړ كړې دي۔ ۔د نهې په ورځ يو بيان كښې وياند ووئيل د نېشنل آئي ټي بورډ په مرسته حج آپريشن پيپر ليس او اينډ ټو اينډ ډيجيټائز كړې شوې۔د آن لائن پورټل او پاك حج موبائل ايپ د لارې د رجسټريشن عمل آسان شوې دے۔ د رجسټريشن پيل كيدو سره په وړومبو 20 ساعتونو كښې د 20 زره څخه زياتو كسانو آن لائن رجسټريشن بشپړ كړې دې او 24 ساعتونو كښې د 30 زره څخه زياتو كسانو يوزر اكاونټ جوړ كړې۔ حج 2027 آن لائن رجسټريشن سركاري و پرائيويټ ټولو حج كونكو لپاره لازم دے۔ خواست كونكو ته د فيملي ګروپ جوړولو سپارښتنه شوي۔ پري رجسټريشن په وخت ډيجيټل تصوير، شناختي كارډ يا ب فارم ضروري دے۔كارآمد پاكستاني پاسپورټ شرط به راروان پړاؤ كښې لازمي وي










