وزيراعظم شهباز شريف سره د سوئټزرلېنډ نائب صدر او خارجه وزير ملاقات ٬  ايران امريكا مذاكراتي عمل كښې د پاكستان د مؤثر كردار ستائنه

برګن سټاک۔21جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د سوئټزرلېنډ نائب صدر او خارجه وزير اِګنازیو کاسِس په برګن سټاك كښې د امريكا او ايران ترمينځه د تكنيكي كچې روانو مذاكراتو په موقع ملاقات وكړو او اسلام آباد مفاهمتي يادښت تر لاس ليك كېدو پړاؤ ته رسوونكي مذاكراتي عمل كښې يۍ د ثالث په توګه د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده د دې عمل راروانو پړاؤنو كښې مرسته …

برګن سټاک۔21جون (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف سره د سوئټزرلېنډ نائب صدر او خارجه وزير اِګنازیو کاسِس په برګن سټاك كښې د امريكا او ايران ترمينځه د تكنيكي كچې روانو مذاكراتو په موقع ملاقات وكړو او اسلام آباد مفاهمتي يادښت تر لاس ليك كېدو پړاؤ ته رسوونكي مذاكراتي عمل كښې يۍ د ثالث په توګه د پاكستان د كردار ستائنه وكړه۔ ده د دې عمل راروانو پړاؤنو كښې مرسته كولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال وزیراعظم د سوئس حکومت مننه كولو سره د دې باور څرګندونه وكړه چې په اسلام آباد مفاهمتی يادښت كامياب عملدرآمد به منطقه كښی تلپاتي امن او نړيوال اقتصادي استحكام ته وده وركولو كښې مرستيال ثابت شي۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د سوئټزرلېنډ پرله پسې سرمايه كاري ستائلو سره هيله څرګنده كړه چې سوئس كمپنۍ به پاكستان كښې خپله سرمايه كاري لا زياته كړي۔ ده د آئي ټي او سائبر سكيورټي څانګو كښې د سوئټزرلېنډ زياتېدنكي حاجتونه ترسره كولو له د پاكستان د اعلی تربيه شوو پوهانو خذمات وړاندې كولو پېشكش وكړو۔ وزیراعظم په دې موقع د سوئس خارجه وزير ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔

مزید خبریں