اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د سپريم كورټ آف پاكستان تر ټولو سينئر جج جسټس منيب اختر د ګل په ورځ د لنډمهاله چيف جسټس آف پاكستان چوككۍ سوګند پورته كړو۔د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګي د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د سوګند پورته كولو دستوره د سپريم كورټ برانچ رجسټري كراچۍ كښې وشوه،چرته چې جسټس محمد شفيع صديقي د جسټس منيب اختر څخه …
جسټس منيب اختر د لنډمهاله چيف جسټس آف پاكستان چوكۍ سوګند پورته كړو
اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د سپريم كورټ آف پاكستان تر ټولو سينئر جج جسټس منيب اختر د ګل په ورځ د لنډمهاله چيف جسټس آف پاكستان چوككۍ سوګند پورته كړو۔د سپريم كورټ د اولسي اړيكو څانګي د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې د سوګند پورته كولو دستوره د سپريم كورټ برانچ رجسټري كراچۍ كښې وشوه،چرته چې جسټس محمد شفيع صديقي د جسټس منيب اختر څخه د لنډمهاله چيف جسټس پاكستان سوګند واخست۔اعلاميه كښې وئيلي شوې چې جسټس منيب اختر به د چيف جسټس پاكستان جسټس يحييٰ آفريدي بهر هېواد دورې په مهال د لنډمهاله چيف جسټس فرائض ترسره كوي۔دستوره كښې سپريم كورټ او وفاقي آئيني عدالت ججانو ګډون وكړو۔د سپريم كورټ رجسټرار د سوګند پورته كولو كاروائي وچلوله دغسې سپريم كورټ افسرانو او عملے ګڼ شمير كسان هم په دې موقع موجود وو












