برګن سټاك 22 جون (اے پي پي) د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت ترمخه د امريكې او ايران ترمينځه د اعليٰ پائې تكنيكي خبرو اترو وړومبې سېشن د سوئټزرلينډ په برګن سټاك ښار كښې پائې ته ورسيد، ليك لوسرن سمټ په مثبت او تعميري ماحول كښې ترسره شو چې پكښې د ډاډ وړ پيش رفت رامخې ته شوے،مفاهمتي يادداښت په بنياد ډلي د اعليٰ پائې كمېټۍ جوړولو ته سلاح شوي …
د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت ترمخه د امريكې او ايران د اعليٰ پائې تكنيكي خبرو اترو وړومبې سېشن پائې ته ورسيد،ډلو ترمينځه تر حتمي لوظنامی. رسيدلو روډ ميپ ته اتفاق،شريكه اعلاميه جاري

مزید خبریں
برګن سټاك 22 جون (اے پي پي) د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت ترمخه د امريكې او ايران ترمينځه د اعليٰ پائې تكنيكي خبرو اترو وړومبې سېشن د سوئټزرلينډ په برګن سټاك ښار كښې پائې ته ورسيد، ليك لوسرن سمټ په مثبت او تعميري ماحول كښې ترسره شو چې پكښې د ډاډ وړ پيش رفت رامخې ته شوے،مفاهمتي يادداښت په بنياد ډلي د اعليٰ پائې كمېټۍ جوړولو ته سلاح شوي كومه به چې د ثالثي عمل سياسي نګراني كوي، چيف مذاكرات كار به په رسمی توګه دې كمېټۍ ته رپورټ وړاندې كوي،د كومي هم ناوړه پېښې يا غلط فهمۍ څخه بچ كيدو لپاره د ډلو ترمينځه رابطه لائن جوړ كړې شو۔د ګل په ورځ ليك لوسرن سمټ او امريكی او ايران ګډژن سره د وړومبۍ اعليٰ پائې كمېټۍ غونډي په آخر د پاكستان او قطر د اړخه جاري شوي شريكې اعلاميې له مخې د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت مطابق د اعليٰ پائې خبرو اترو وړومبۍ غونډه د سوئټزرلينډ په برګن سټاك ښار كښې پائې ته رسيدلي چې پكښې ايران، امريكا او ثالثي كوونكو د دوو هېوادونو قطر او پاكستان نمائندګانو ګډون وكړو۔ليك لوسرن سمټ په مثبت او تعميري چاپيرچل كښې تر سره شو ی او په دې مهال د ډاډ وړ پيش رفت رامخې ته شو چې پكښې د نورو تكنيكي خبرو اترو لپاره يو تګلاره (ميكانزم) جوړول هم شامل دي۔د مفاهمتي يادداښت په بنياد ډلو د يوې اعليٰ پائې كمېټۍ جوړولو ته اتفاق وکړو كومه به چې د ثالثۍ عمل سياسي نګراني كوي۔ چيف مذاكرات كار به په باقاعدګۍ سره دې كمېټۍ ته رپورټ وړاندې كوي او د جوهري چارو ، بنديزونو، نګرانۍ او د شخړو حل په اړه به د وركنګ ګروپس مشري كوي دغسې چې په مفاهمتي يادداښت مؤثره عمل درآمد باوري شي۔ اعليٰ پائې كمېټۍ راروانو 60 ورځو كښې دننه تر حتمي لوظناوی رسیدلو له يو روډ ميپ ته اتفاق وكړو چې ترمخه به ئې نوري تكنيكي خبري اتري په سمدستي توګه پيل كولې شي۔دې نه ځانله د مفاهمتي يادداښت پيراګراف 5 كښې بيان شوي مودې په مهال د كومي هم ناوړه پېښې يا غلط فهمۍ څخه بچ كيدو لپاره د ډلو ترمينځه يو رابطه لائن جوړ شوې چې مقصد ئې آبنائے هرمز د لارې د تجارتي بيړیو محفوظ تګ راتګ باوري كول دي۔دې نه ځانله ډلی د ثالثي كوونكو هېوادونو سهولت كارۍ سره خپلو كښې او لبنان سره يو ډي كنفلكشن سيل جوړولو ته سلاح شوي دغسې چې مفاهمتي يادداښت له مخې لبنان كښې پوځي كارروائيو په ختمولو عمل درآمد باوري شي۔په ټولو چارو د تكنيكي خبری به برګن سټاك ريزارټ كښې رواني وي۔ثالثي كوونكي هېوادونه به دا خبره باوري كوي چې خبری په ګټور ماحول كښې مخ په وړاندې لاړی شي۔










