په بجټ بحث كښې د 56 سېنېټرز شموليت د اولسي ماليات مؤثرې نګرانۍ له د سېنېټ د عزم عكاسي كوي: سيد يوسف رضا ګيلاني

  اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې په بجټ بحث كښې 56 سېنېټرانو برخه واخسته او دا د اولسي ماليات مؤثرې نګرانۍ له د سېنېټ د عزم عكاسي كوي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې خپلو اختتام كلماتو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د بحټ په اړه خپلې رايې ٬ سفارشات او تحفظات …

 

اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې په بجټ بحث كښې 56 سېنېټرانو برخه واخسته او دا د اولسي ماليات مؤثرې نګرانۍ له د سېنېټ د عزم عكاسي كوي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډه كښې خپلو اختتام كلماتو كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د بحټ په اړه خپلې رايې ٬ سفارشات او تحفظات وړاندې كړل چې ورسره د بجټ بشپړه او سپېځلې جائزه ممكنه شوه۔ ده ووئيل بجټ كښې په ګډون كولو او قيمتي تجويزونو وركولو د ټولو سېنېټرانو مننه كوم۔ده وئيل اجتماعي هڅو سره د هېواد په مالياتي چارو كښې شفافيت ٬ احتساب او پاريلماني نګرانۍ ته وده وركولو له د سېنېټ آئيني كردار لا قوي شوے دے۔ ده ووئيل د بجټ جائزہ عمل كاميابۍ سره ترسره كېدل ددې خبرې ثبوت دے چې كله پارليماني ادارې په مؤثر ډول كار كوي نو هغه جمهوري طرز حكمراني مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔

مزید خبریں