په قومي اسمبلۍ كښې په بجټ عام بحث روان پاتے شو ٬ د غړو لخوا د سبسډي نظام محدود كولو په ځاې د ان پټس بيعو كښې نېغ په نېغه د ريليف وركولو ٬ د توان ضرورت ترسره كولو له د سيمه ايزې همكارۍ او لوظنامو لا فعاله كولو سپارښتنه

  اسلام آباد۔18جون  (اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې  د راروان مالي كال په وفاقي بجټ عام بحث د زيارت په ورځ هم روان پاتے شو۔ غړو د ټېكس اصلاحاتو ٬ د سرکاری ادارو تنظیمِ نو، د مالی خسارې كمولو او د روغتيا ٬ تعليمي او غذائي تحفظ په څير بنيادي مسئلو ته د فوري پاملرنې كولو په حاجت زور راوړو۔ غړو د سركاري ملازمينو په تنخاګانو او پنشن …

 

اسلام آباد۔18جون  (اے پی پی) په قومي اسمبلۍ كښې  د راروان مالي كال په وفاقي بجټ عام بحث د زيارت په ورځ هم روان پاتے شو۔ غړو د ټېكس اصلاحاتو ٬ د سرکاری ادارو تنظیمِ نو، د مالی خسارې كمولو او د روغتيا ٬ تعليمي او غذائي تحفظ په څير بنيادي مسئلو ته د فوري پاملرنې كولو په حاجت زور راوړو۔ غړو د سركاري ملازمينو په تنخاګانو او پنشن كښې د اضافې ٬ ګورننس كښې د بهترۍ ٬ برآمدات زياتولو او زرعي څانګو له د بشپړ اقداماتو وړاندېزونه وركړل۔ غړو د بحث په مهال د سبسډي نظام محدود كولو په ځاې د ان پټس بيعو كښې نېغ په نېغه د ريليف وركولو او د توان ضرورت ترسره كولو له د سيمه ايزې همكارۍ او لوظنامو لا فعاله كولو سپارښتنه وكړه۔ د زيارت به ورځ بحث كښې برخه اخستلو سره د اپوزيشن رضا علي ګېلاني ووئيل د توان بيعې بايد ټيټې كړې شي۔ د بې وزله وګړو د ګټو تحفظ او هغوي ته انصاف وركول دې باوري كړې شي۔ ده ووئيل بجټ كښې د كركيلې څانګې ته پام نه ګرځولے شوے۔ اسدعالم نیازی ووئيل پاكستان د قومي مشرتابه او وسله والو ځواكونو حكمت عملۍ سره په دفاعي محاذ تاريخي كاميابي ترلاسه كړه او نړۍ ته يۍ پېغام وركړو چې پاكستان امن خوښوونكے هېواد دے٬ خو  خپلې دفاع صلاحيت لري۔ ده ووئيل په تنخاګانو كښې معمولي اضافه د ګرانۍ په مقابله كښې ناكافي ده ٬ حكومت له به ټېكس اصلاحاتو ٬ د سركاري ادارو تنظيم نو ٬ مالي خساره كښې كمي  او د صحت ٬ تعليم او غذائي تحفظ په څير بنيادي مسئلو ته پاملرنه كول وي دغسې چې تلپاتې معاشي پرمختګ ممكن شي۔ د اپوزیشن غړي شهریارآفریدی ووئيل د سودي نظام دلاسه زمونږ معيشت به سم نه شي٬ ددې نظام د لاسه د اولس ستونزې پرله پسې زياتېږي۔ ده ووئيل بجټ اولس ته د ريليف وركولو په ځاې د شرائط له مخې تيار كړے شوے دے۔ د لكھونو په شمېر پاكستاني وګړو د بې وزلۍ كرښې څخه لاندې ژوند كوي۔ خېبر پښتونخوا، بلوچستان، کشمیر او نورو محرومو سيمو ته دې په پرمختيائي منصوبو ٬ وسائلو او بنيادي آسانيو كښې برخه وركړې شي۔ د پی پی پی نذیراحمدبو ګھیوں ووئيل پاك پوځ او په خاص توګه د پوځ مشرتابه ته پېرزوئنې وړاندې كوو كومو چې د هېواد دفاع او استحكام لپاره مؤثر كردار ترسره كړو۔ ده وئيل په تنخاګنو او پنشن كشې اضافه د ګرانۍ تناسب سره كافي نه ده ٬ دا بايد لږ تر لږ  15 څخه تر 20 فیصده وه۔ اسامه احمد مېله ووئيل په سوئيلي افريقا كښې د پاكستانيانو په ضد دې د نسلي پروفائلنګ نوټس واخستلے شي۔ د اطلاعات له مخې دغلته يو شمېر پاكستانيان  نسلي پروفائلنګ په مهال شهيدان كړې شوي دي۔ خارجه وزارت بايد د دې نوټس واخلي۔ ده ووئيل د بی آئی اېس پی بجټ كښې زياتوالې خوشبين دے۔ خواجه شيراز محمود د آسټریلین انجونې په مړينه د افسوس څرګندونه وكړه او په پېښه يۍ د جدي كارروايۍ كولو غوښتنه وكړه۔ ده ووئيل زما په حلقه تونسه شريف كښې په ځانمرګې بريد كښی د ايليټ فورس دوه اهلكار شهيدان او يو شمېر وګړي ژوبل شول۔ دا د امنيت سنګين صورتحال دے او دې ته بايد فوري پام وګرځولے شي۔ د پي پي عاصمه ارباب عالمګير ووئيل چې د خېبر پښتونخوا اولس له امن او تحفظ وركول زيات ضروري دي۔ صوبه بشپړې تګلارې ته اړتيا لري ، صوبائی حکومت د اوس تحفظ كولې نه شي، له امن پرته پرمختګ ممكن كېدې نه شي۔ مونږ خپلو كوچنيانو ته د پوليو قطرې وركولې نه شو۔ دې ووئيل وفاقي حكومت ته خواست كوو چې هغه د هېواد د پولو حفاظت لپاره ځان قربانونكو له فنډز بېل كړي۔ دې ووئيل معدنيات او كان كني د هېواد سباؤن دے بياهم بجټ كښې دې څانګې لپاره كوم مراعات نه دي اېښودلې شوې۔ پاكستان بلها معدنيات لري او دې څخه حقيقي ګټه پورته كول د وخت ضرورت دے٬ دې څانګې له بايد خصوصي ترغيبات وركړې شي

مزید خبریں