د پاكستان او چين د كاروباري ادارو مرسته د اقتصادي شراكت دارۍمهمه ستن ده۔ د خزانې وزير محمد اورنګزيب

  اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاكستان او چين د كاروباري ادارو ترمېنځه مرسته د دواړو هېوادونو د مضبوطېدونكې اقتصادي شراكت دارۍ مهمه ستن ده، حكومت د ټيكنالوجي، تل پاتې صنعتي پرمختګ او د توان موثره استعمال ته وده وركولو لپاره سرمايه كاري ته د ودې وركولو عزم لري۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د بي …

 

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د پاكستان او چين د كاروباري ادارو ترمېنځه مرسته د دواړو هېوادونو د مضبوطېدونكې اقتصادي شراكت دارۍ مهمه ستن ده، حكومت د ټيكنالوجي، تل پاتې صنعتي پرمختګ او د توان موثره استعمال ته وده وركولو لپاره سرمايه كاري ته د ودې وركولو عزم لري۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د بي وائي ډي ګروپ او د ميګا موټر كمپني پلاوي سره په ملاقات كښې كړې٬ د پلاوي مشري د بي وائي ډي ګروپ نائب صدر او د بي وائي ډي ايشيا پيسفك آټو سيلز ډويژن جنرل منيجر ليو شوئي ليانګ او د ميګا موټر كمپني  چيف ايګزيكټو آفيسر  علي خان كوله۔ د دې نه وړاندې د پلاوي هركلي كولو سره  وفاقي وزير په پاكستان كښې د بي وائي ډي د زياتېدونكې سرمايه كارۍ او د موجودګۍ ستائنی كولو سره ووئيل  د كاروباري ادارو ترمېنځه مرسته د پاكستان او چين د مضبوطېدونكې اقتصادي شراكت دارۍ مهمه ستن ده۔ ده ووئيل  پاكستان په ټيكنالوجۍ اډانه سرمايه كارۍ ته خاص اهميت وركوی او باور لري چې بي وائي ډي او د ميګا موټر كمپني مشتركه منصوبه به صنعتي ترقۍ، د ټيكنالوجۍ منتقلۍ، د روزګار نوو موقعو او په برامدات كښې د زیاتوالی ځانګړې كردار ولوبوي۔ په دې موقع ليو شوئي ليانګ  د خزانې وزير په پاكستان كښې د بي وائي ډي د هلو ځلو او د سباٶن د منصوبو نه هم خبر كړو ۔ د ملاقات په پائې كښې ډلو د اليكټرك ټرانسپورټ، د ځائي مينوفيكچرنګ، د ټيكنالوجۍ منتقلي، د افرادي قوت  په تربيی او ماحول دوسته سفري نظام ته د ودی وركولو لپاره د شريكی مرستی لا قوي كولو ته د عزم پخلې وكړو دغسې چې پاكستان په توان د چلېدونكو ګاډو جوړول٬ جدت او د برآمدات په حواله په منطقه كښې يو ځانګړې مركز جوړ كړې شي۔(

مزید خبریں