نائب وزيراعظم اسحاق ډار ته د بحرين خارجه وزير ټېلي فون٬ د ايران او امريكې په مفاهمت مباركي

  اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ته د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني ټېلي فون كولو سره د امريكې او ايران ترمېنځه د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت په لاسليك كېدو مباركي وركړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخئ هغه د دواړو ډلو ترمېنځه په شوي مفاهمت كښې سهولت لپاره د پاکستان د ثالثۍ …

 

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ته د بحرين خارجه وزير ډاکټر عبداللطيف بن راشد الزياني ټېلي فون كولو سره د امريكې او ايران ترمېنځه د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت په لاسليك كېدو مباركي وركړې۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخئ هغه د دواړو ډلو ترمېنځه په شوي مفاهمت كښې سهولت لپاره د پاکستان د ثالثۍ د ګټور كردار هم ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو په دې مهم پېشرفت يو بل له مباركي وركولو سره دا هیله څرګنده کړه چې دا اقدام به په منطقه كښې تل پاتې امن او استحکام ته وده وركولو كښې مرستياله وګرځي۔ دواړو مشرانو د پاکستان او بحرين ترمېنځه د ورورولۍ قوي اريكو توثيق كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د لوړې كچې روابط او نزدې مرستې ته د لا ودې وركولو په اهميت زور راوړو

مزید خبریں