اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی په ټولنه كښې زغم ، هم آهنګۍ او متقابل احترام ته وده وركولو له د اجتماعي هڅو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې كركه خپرونكي تقريرونه سماجي يووالي٬جمهوري قدرونو او په ګډه سوليز ژوند كولو ته زيان رسوي۔ د كركې خپرونكو بيانونو مخنيوي نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان په …
ټولنه كښې زغم ٬ هم آهنګۍ او متقابل احترام ته وده وركولو له به اجتماعي هڅې كول وي: د سېنېټ چيئرمېن پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی په ټولنه كښې زغم ، هم آهنګۍ او متقابل احترام ته وده وركولو له د اجتماعي هڅو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې كركه خپرونكي تقريرونه سماجي يووالي٬جمهوري قدرونو او په ګډه سوليز ژوند كولو ته زيان رسوي۔ د كركې خپرونكو بيانونو مخنيوي نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاكستان په تنوع ٬ بېن المذاهب هم آهنګۍ او د ټولو ورورولو په احترام باور لري۔ ده په دې خبره زور راوړو چې اسلامي تعلیمات كركه ٬ تعصب او امتياز مسترد كوي او د امن ٬ خواخوږۍ ٬ زغم او د انسانيت د احترام درس وركوي۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې هغه به قامي يووالي ٬ شموليت ٬ زغم او جمهوري اقدارو ته وده وركولو له خپل كردار دوامدار ساتي۔ ده په وګړو زور راوړو چې هغوي دې عدم برداشت او كركه مسترد كولو سره يوه سولييزه ٬ باوقاره او په متقابل احترام اډانه ټولنه جوړولو له په ګډه كار وكړي









