اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند سره د ټېلي فوني تماس د لارې د سيمه ايزو او نړيوالو چارو پشمول د پاكستان او كاناډا په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند د امريكې او ايران ترمېنځه په …
د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د كاناډا خارجه وزيرې سره ټېلي فوني تماس
اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند سره د ټېلي فوني تماس د لارې د سيمه ايزو او نړيوالو چارو پشمول د پاكستان او كاناډا په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر له مخې د كاناډا خارجه وزيرې انيتا آنند د امريكې او ايران ترمېنځه په سفارتي روابطو او د ثالثۍ په هلو ځلو كښې د پاكستان د ګټور كردار ستائنی كولو سره ووئيل د پاكستان معاونت د ډلو ترمېنځه تر مفاهمت په رسنه كښې مهم كردار لوبولې۔ دواړو خارجه وزيرانو د جمعې په ورځ د سوئټزرلينډ په برګن سټاك سيمه كښې د ډلو ترمېنځه په كېدونكي ملاقات هم خبرې وكړې۔ دواړو مشرانو د پاكستان او كاناډا تر مېنځه په اړيكو كښې په مثبت پېشرفت د اطمينان څرګندونی كولو سره د شريكې خوښې په بېلو څانګو كښې مرستې ته لا ودی وركولو لپاره د عزم پخلې وكړو










