د كركيلې او صنعت تلپاتې وده د حكومت د اقتصادي پالېسۍ بنيادي ستنه ده٬ اوبه د وسلې په توګه كارول د قبلولو وړ نه دي٬ نړيوال آبي انصاف د وخت مهم ضرورت دے: مصدق ملك

  اسلام آباد/برسلز۔18جون(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير سېنېټر مصدق ملك وئيلي دي چې اوبه د وسلې په توګه د كارولو كومه هم هڅه پاكستان د نه قبلولو وړ ګڼي ولې چې اوبه يوه قدرتي وسيله نه بلكې د کروړونو انسانانو ژوند ، روزګار، خوراک، زراعت، معیشت او قومی سلامتيا سره نېغ په نېغه تړون لري۔ وفاقی وزیر د اروپا د نوموړې پالېسي ادارې …

 

اسلام آباد/برسلز۔18جون(اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي هم آهنګۍ وفاقي وزير سېنېټر مصدق ملك وئيلي دي چې اوبه د وسلې په توګه د كارولو كومه هم هڅه پاكستان د نه قبلولو وړ ګڼي ولې چې اوبه يوه قدرتي وسيله نه بلكې د کروړونو انسانانو ژوند ، روزګار، خوراک، زراعت، معیشت او قومی سلامتيا سره نېغ په نېغه تړون لري۔ وفاقی وزیر د اروپا د نوموړې پالېسي ادارې سېنټر فار یورپی یونین پالیسی اسټډیز (اېس ای پی اېس) په بلنه برسلز ته رسېدلے دے چرته چې به هغه په نړيوال كنفرنس ” د پولې پورې غاړه آبي وسائل: يو هتھيار جوړ كړے شوے نړيوال مشترکه وسائل” كښې ګډون كوي۔ كنفرنس كښې ګډون كوونكي به په موسمياتي بدلون ، نړيوالې آبي سلامتيا ، د پولې پورې غاړه آبي وسائلو انتظام ٬ د سندھ طاس لوظنامې او نړيوالو قوانينو په تناظر كښې د اوبو په زياتېدونكي جغرافيائي او سياسي كردار د خيالاتو څرګندونه كوي۔ په كنفرنس كښې له ګډون څخه وړاندې خپلو خصوصي خبرو كښې ډاكټر مصدق ملك ووئيل اوبه د وسلې په توګه د كارولو كومه هم هڅه پاكستان د نه قبلولو وړ ګڼي ولې چې اوبه يوه قدرتي وسيله نه بلكې د کروړونو انسانانو ژوند ، روزګار، خوراک، زراعت، معیشت او قومی سلامتيا سره نېغ په نېغه تړون لري۔