د سېنېټ ملازمينو خېر ښېګړه اولنۍ ترجيح ده٬ د اېمپلائز  وېلفېئر فنډ  نظام او مالی ډھانچې ته به بيا كتل وي: د سېنېټ چيئرمېن غونډې ته خطاب

  اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د اېمپلائز  وېلفېئر فنډ لا فعاله او مؤثر كولو او دې ته د لا پراختيا وركولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې په فنډ كښې په رضاكارانه توګه د ګډون كولو فارم دې يو وارې بيا ټولو غړو ته ولېږلې شي دغسې چې څوك د خېر ښېګړې په دې اقدام كښې برخه اخلي نو هغوي آسانۍ سره مرسته …

 

اسلام آباد۔18جون(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د اېمپلائز  وېلفېئر فنډ لا فعاله او مؤثر كولو او دې ته د لا پراختيا وركولو هدايت كولو سره وئيلي دي چې په فنډ كښې په رضاكارانه توګه د ګډون كولو فارم دې يو وارې بيا ټولو غړو ته ولېږلې شي دغسې چې څوك د خېر ښېګړې په دې اقدام كښې برخه اخلي نو هغوي آسانۍ سره مرسته وكړې شي٬ وخت تېرېدو سره سره د غړو او د سېنېټ ملازمينو په تنخاګانو كښې اضافه شوې ده نو ځكه د فنډ نظام او مالي ډھانچې ته به بيا كتنه كول وي دغسې چې زيات نه زيات ملازمين دې څخه استفاده وكړې شي۔ د سېنېټ سېكرترېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني په مشرۍ كښې اېمپلائز وېلفيئر فنډ لپاره د سېنېټ د اېګزېكټو كمېټۍ غونډه وشوه۔ په غونډه كښې سېنېټر عبدالقادر، سېنېټر ناصر محمود بټ، سېنېټر عامر ولی الدین چشتی، سېنېټر ثمینه ممتاز زهری، سېکرټری سېنېټ سید حسنېن حېدر او د سېنېټ سېكرټرېټ نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ د سېنېټ سېكرټري سيد حسنېن حېدر كمېټۍ ته بريفنګ كښې ووئيل سېنېټ اېمپلائز وېلفیئر فنډ 1990ء كښې جوړ كړے شوے و۔ فنډ د سېنېټ غړو او ملازمينو په رضاكارانه شراكت مشتمل دے چې مقصد يۍ ګرېډ 1 څخه تر ګرېډ  15 ملازمينو سره د ودونو ٬ مړينې او نورو بېړني حالاتو كښې مرسته كول دي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن هدايت وكړو چې ویلفیئر فنډ دې لا فعاله ٬ مؤثر او پراخا كړې شي۔ ده ووئيل په فنډ كښې په رضاكارانه توګه د ګډون كولو فارم دې يو وارې بيا ټولو غړو ته ولېږلې شي دغسې چې څوك د خېر ښېګړې په دې اقدام كښې برخه اخلي نو هغوي آسانۍ سره مرسته وكړې شي۔ ده زياته كړه چې وخت تېرېدو سره سره د غړو او د سېنېټ ملازمينو په تنخاګانو كښې اضافه شوې ده نو ځكه د فنډ نظام او مالي ډھانچې ته به بيا كتنه كول وي دغسې چې زيات نه زيات ملازمين دې څخه استفاده وكړې شي۔

مزید خبریں