د خزانې وزير  د پاكستان كاټن جنرز ايسوسي ايشن  سره ملاقات كښې خبرې

  اسلام آباد 18جون(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي  د كركيلې او صنعت تل پاتی پرمختګ د حكومت اقتصادي پالېسۍ بنيادي ستن ده٬پالېسي سازۍ كښې شاكتدارو څخه مشاورت ته خاص اهميت ترلاسه دې۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبره د زيارت په ورځ  د پاكستان كاټن جنرز ايسوسي ايشن يو پلاوي سره ملاقات كښې كړې د پلاوي مشري …

 

اسلام آباد 18جون(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي  د كركيلې او صنعت تل پاتی پرمختګ د حكومت اقتصادي پالېسۍ بنيادي ستن ده٬پالېسي سازۍ كښې شاكتدارو څخه مشاورت ته خاص اهميت ترلاسه دې۔د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې ده دا خبره د زيارت په ورځ  د پاكستان كاټن جنرز ايسوسي ايشن يو پلاوي سره ملاقات كښې كړې د پلاوي مشري چيئرمېن شم لال منګلاني كوله۔د ملاقات مقصد د پومبې څانګې ته په پیښو مسئلو د خيالاتو څرګندونه او د دې صنعت معيشت كښې شراكت٬د برآمدات ودې او كلي وال روزګار كښې زیلتوالی لپاره موثر اقدامات باندی  غور كول وو۔پلاوي كښې د ايسوسي ايشن سينئر وائس چيئرمېن شيخ فياض احمد٬پخوانې چيئرمېن سهيل محمود حر٬چوهدري وحيد ارشد او مختار بلوچ شامل وو۔د غونډې په مهال د د پومبې ټولې ويليو چين موجوده صورتحال٬كارونګرو او جنرز ته په ورمخې ته شوو مسئلو او پیداوار٬سرماي كارۍ او پائيدارۍ كښې د ښه والې راوستكونكې پالېسۍ په اقدامات تفصيلي د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پي سي جي اے استازو  پومبه يو مهم فصل او د پاكستان ټيكسټائل صنعت لپاره د بنيادي خام مال په توګه د دې په اسټريټجك اهميت زور راوړو۔ده ووئيل دا څانګه د كلي وال روزګار وركولو٬ د ذيلي صنعتونو پرمختګ٬برآمدات كښې د  یاتوالی او په درآمدۍ پومبې انحصار كولو كښې كليدي كردار ادا كوي۔پلاوي د ټيكس٬دستاويزي نظام او په دې څانګه كښې د رسمي معاشي هلو ځلو ودې په اړه تجاويز هم وړاندې كړل۔د خزانې وزير د پومبې صنعت قومي معيشت كښې اهميت تسليمولو سره د حكومت د عزم پخلې وكړی چې د پېداواري څانګو لپاره به سازګار كاروباري ماحول وركولې شي۔ده ووئيل  د كركيلې او صنعت تل پاتې پرمختګ د حكومت اقتصادي پالېسۍ بنيادي ستن ده  او پاليسي سازۍ كښې شراكتدارو سره مشاورت ته خاص اهميت ترلاسه دې۔ده باور وركړو چې د پي سي جي اے لخوا وړاندې كړي تجاويز به د اړوند ادارو په كچه تفصيلي جاج اخستلې شي۔په غونډه كښې د پومبې ټول نظام مستحکمولو ٬مسابقت كښې په زباتوالی او د ويليو ايډيشن ودې او سپلائي چين كښې نورې سرمايه كارۍ په ضرورت هم خبرې  وكړې۔ډلو په دې خبره اتفاق وكړو چې د حكومت او صنعت ترمينځه پرله پسې رابطه ضروري ده دغسې چې عملي او اد وږدې مودې حل ولټولی شی  كوم چې د پومبې څانګې بحالۍ او پرمختګ كښې مرستياله ثابت شي۔د خزانې وزير د پلاوي تعميري مشورې ستائېلو سره د دې عزم څرګندونه وكړه چې حكومت به د صنعت استازو سره  نزدې مرسته ساتي دغسې چې په هېواد كښې تل پاتې اقتصادي پرمختګ٬برآمدات كښې اضافه او روزګار موقعېرا پېدا كړی شي۔