اسلام آباد۔18جون (اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ٬ بېن المذاهب تفاهم ٬ تعميري مكالمې او قامي يووالي ته وده وركول ضروري دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د كركې خپرونكو تقريرونو مخنيوي نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل نن زه نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه ټولو مذهبونو او كلتورونو …
د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ٬ بېن المذاهب تفاهم ٬ تعميري مكالمې او قامي يووالي ته به وده وركول وي: د صدر مملكت آصف علي زرداري د كركې خپرونكو تقريرونو مخنيوي نړيوالې ورځې په موقعه پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔18جون (اے پی پی) صدرِ مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ٬ بېن المذاهب تفاهم ٬ تعميري مكالمې او قامي يووالي ته وده وركول ضروري دي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د كركې خپرونكو تقريرونو مخنيوي نړيوالې ورځې په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل نن زه نړيوالې ورورولۍ سره په ګډه ټولو مذهبونو او كلتورونو سره د تعلق لرونكو وګړو ترمينځه احترام ٬ روادارۍ ٬ تفاهم او ادراك ته د ودې وركولو اهميت پخلے كوم۔ صدر مملکت ووئيل په كركه اډانه بيانيې٬ تعصبات ٬ اشتعال انګيزي او امتيازي رويې نه يوازې سماجي همغږۍ ته زيان رسوي بلكې امن، انسانی وقار او د قومونو ترمينځه سوليز ګډ ژوند لپاره سنګينې خطرې هم پېدا كوي۔ ده ووئيل اسلام يو داسے دين دے كوم چې رحمت ٬ زغم ٬ عدل ٬ اعتدال او د انسانيت د احترام اقدارو ته وده وركوي۔ قرآن كريم مونږ د ريښتيا او ښكلې خبرو درس راكوي۔ پاك پروردګار فرمائي “مؤمنانو د خپل رب نه ويرېږۍ او سمه خبره كوۍ”۔(الاحزاب: 70)بل ځاې فرمائي: “او خلكو سره ښكلې خبرې كوۍ”(البقرہ: 83)
نبی علېه السلام فرمائي : ” څوك چې په پروردګار او د آخرت په ورځ ايمان لري نو هغه له پكار دي چې سمه خبره كوي يا غلے پاتے شي”۔(صحیح بخاری و صحیح مسلم) دا يۍ هم فرمائيلي: “مسلمان هغه دے چې د هغه له ژبې او لاس څخه نور مسلمانان محفوظ وي”(صحیح بخاری)۔ صدر مملكت ووئيل په ډیجیټل دور كښې سوشل مېډيا او د ابلاغ عصري ذريعو د رايې څرګندولو موقعو ته وسعت وركړے دے خو دا آزادي خپل ځان سره دا ذمه واري هم راوړي چې زمونږ خبرې دې رښتيا ٬ حكمت او د نورو د احترام اصولو څخه لارښودنه ترلاسه كړي۔ صدر مملكت ووئيل د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ٬ بېن المذاهب تفاهم ٬ تعميري مكالمې او قامي يووالي ته وده وركول ضروري دي۔ هغه ووئيل كركه خپرونكي تقريرونه كه هغه هر چرته وي ټولنه كښې وېش پېدا كوي او ګډ باور ته زيان رسوي۔ ده ووئيل زه علمائے کرامو، استاذانو ، د ابلاغ ذريعو سره تړون لرونكو وګړو ٬ د سول سوسائټۍ تنظیمونو، تعلیمی ادارو او په خاص توګه ځوانانو ته اپېل كوم چې هغوي په مثبت مكالمه اډانه لرونكي كلتور ته وده وركولو كښې فعال كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل راځۍ چې ددې عزم پخلے وكړو چې زمونږ خبرې ٬ ليك او چلند به د اعلی اخلاقي اقدارو او زمونږ د ديني معلوماتو عكاسي كوي۔ صدر ووئيل د اولسي مكالمې معيار ښه كولو كښې د هر فرد كردار زيات مهم دے۔ صدر مملكت ووئيل چې كه مونږ د دښمنۍ په ځائې احترام او د وېش په ځائې مكالمه اختيار كړو نو يوه داسې ټولنه جوړولې شوو چرته چې اختلافات د نفرت دلارې نه بلكې د فهم او ادراك د لارې حل شي۔ صدر مملكت دعا وكړه چې پروردګاردې پاكستان ته امن ٬ استحكام ٬ يووالې او سوكالي او ټول انسانيت ته د افهام وتفهيم ٬ همغږۍ او احترام ته د ودې وركولو توفيق وركړي۔









