اسلام آباد۔17جون (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف قومي پرمختګ لپاره د وفاق او صوبو ترمينځه موثر تړون او همكاري ضروري ګرځولې ده۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار٬د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب٬د قانون وفاقي وزير اعظم …
وزيراعظم شهباز شريف سره د بلاول بهټو زرداري ملاقات٬د شريكې خوښې په سياسي او د هېواد په چارو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17جون (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف قومي پرمختګ لپاره د وفاق او صوبو ترمينځه موثر تړون او همكاري ضروري ګرځولې ده۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار٬د خزانې وفاقي وزير اورنګزيب٬د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ او د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه هم موجود و۔سېنېټر شيري رحمان او د قامي اسمبلۍ غړې سيد نويد قمر هم د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن سره وو۔ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د منځني ختيز صورتحال په لړ كښې نړيوال امن له په سفارتي هڅو وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ په ملاقات كښې د شريكې خوښې په سياسي او د هېواد په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم او بلاول بهټو زرداري د وفاقي حكومت لخوا په سندھ صوبه كښې د روانو پرمختيائي پروژو جاج هم واخست۔ په ملاقات كښې د بجټ په اړه هم خبرې اترې وشوې۔ وزيراعظم د وفاق او صوبو ترمينځه موثر تړون او همكاري قومي پرمختګ لپاره ضروري ګرځولې ده۔په ملاقات كښې په دې امر اتفاق وكړے شو چې د قومي اهميت پروژو كامياب تكميل او اولس ته ښې آسانۍ وركولو لپاره به د وفاقي او صوبائي ادارو ترمينځه نزدې مرسته جاري ساتلې شي۔بلاول بهټو زرداري ګلګت بلتستان كښې په حكومت سازۍ كښې په ملاتړ د وزيراعظم مننه وكړه۔









