اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر رانا محمود الحسن وئيلي دي قامي سلامتيا، قوي دفاع، د ځوانانو فني تربيه او د اوبو وسائلو تحفظ د پاکستان پرمختګ لپاره ضروري دې۔د شورو په ورځ سېنېټ كښې په بجټ بحث ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وسله والو ځواكونو، پوليس او قانون نافذ کونكو ادارو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل …
قامي سلامتيا، قوي دفاع، د ځوانانو فني تربيه اود اوبو وسائلو تحفظ د پاکستان پرمختګ لپاره ضروري دې۔سينيټر رانا محمود الحسن

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ سينيټر رانا محمود الحسن وئيلي دي قامي سلامتيا، قوي دفاع، د ځوانانو فني تربيه او د اوبو وسائلو تحفظ د پاکستان پرمختګ لپاره ضروري دې۔د شورو په ورځ سېنېټ كښې په بجټ بحث ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وسله والو ځواكونو، پوليس او قانون نافذ کونكو ادارو قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل قام به د خپلو شهيدانو خذمات عمر له ياد ساتي۔ده ووئيل پاکستان منطقه كښې امن او د ښو اړيكو خوښي لري دغسې په قامي خپلواكۍ به سمجھوته ونه کړی شی۔ سينيټر رانا محمود الحسن ځوانانو له جديد هنر وركولو، د فني تربيې ادارو قوي كولو او د سوئيلي پنجاب پشمول پسمانده سيمو پرمختګ ته د خاص پام لرني كولو په حاجت زور راوړو۔ده ووئيل د قامي مسئلو حل لپاره مکالمه، برداشت او د د اتفاق پاليسي خپلول د وخت حاجت دے۔











