اسلام آباد، 17 جون 2026 ( اے پی پی ) د سېنېټ د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې قائمه كمېټۍ د هداياتو او د تعليم وفاقي سېكرټري خصوصي لارښودنې لاندې د چيئرمېن ICT-PEIRA ډاکټر غلام علی ملاح په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اسلام آباد د نجي تعليمي ادارو لخوا د رائټ ټو فری اېنډ کمپلسری اېجوکېشن اېکټ 2012 له مخې 10 …
د چيئرمېن ICT-PEIRA ډاکټر غلام علی ملاح په مشرۍ كښې مهمه غونډه٬ د اسلام آباد د نجي تعليمي ادارو لخوا 10 فیصد مستحقو زده كوونكو لپاره په لازمي اسكالرشپس د عملدرآمد جاج واغستے شو

مزید خبریں
اسلام آباد، 17 جون 2026 ( اے پی پی ) د سېنېټ د وفاقي تعليم او پېشه ورې تربيې قائمه كمېټۍ د هداياتو او د تعليم وفاقي سېكرټري خصوصي لارښودنې لاندې د چيئرمېن ICT-PEIRA ډاکټر غلام علی ملاح په مشرۍ كښې يوه مهمه غونډه وشوه په كومه كښې چې د اسلام آباد د نجي تعليمي ادارو لخوا د رائټ ټو فری اېنډ کمپلسری اېجوکېشن اېکټ 2012 له مخې 10 فیصد مستحقو زده كوونكو لپاره په لازمي اسكالرشپس د عملدرآمد جاج واغستے شو۔ په غونډه كښې په دې خبره اندېښنه ښكاره كړی شوه چې يو شمېر تعليمي ادارې د بار بار ياددهانۍ او هداياتو باوجود اسکالرشپ سره اړوند مطلوبه معلومات ICT-PEIRA ته نه وركوي۔ ډاكټر غلام علی ملاح ووئيل چې اتھارټی به په قانون بشپړ عملدرآمد كولو له هر ممكن ګام پورته كوي۔ ده زياته كړه چې آؤټ آف اسکول كوچنيانو (OOSC) ته به په ترجيحي بنيادونو د 10 فیصد اسکالرشپ سکیم لاندې په نجي تعليمي ادارو كښې داخله وركولې شي دغسې چې كوم كوچنے تعليم څخه محروم پاتے نه شي۔ په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې ټولو نادهندہ ادارو ته دې تر 30 جون 2026 د مطلوبه معلوماتو جمع كولو وروستۍ موقع وركړې شي۔ تر ټاكلې مودې د عمل نه كولو په صورت كښې به د اړوندو ادارو د رجسټرېشن او د رجسټرېشن نوې كولو كارروائي اودرولې شي۔ د دې نامې به د ICT-PEIRA په وېب سائټ د نادهنده په توګه شائع كولې شي او اړوند امتحاني بورډ به هم خبرولې شي۔ دې سره سره د پرله پسې عمل نه كولو په صورت كښې به په ادارو جرمانې ٬ د رجسټرېشن معطلي او د ICT-PEIRA Act, 2013 لاندې قانوني كارروائي عملي كولې شي۔ په غونډه كښې د هغه نجي تعليمي ادارو د هڅو ستائنه وشوه كومو چې د 10 فيصد سكالرشپس وركولو حوالې سره مرسته كړی ده۔ داسې ادارو ته به د هغوي سماجي ذمه وارۍ او تعليمي شموليت ته د ودې وركولو په اعتراف كښې تعریفی سندونه جاري كولې شي۔ ICT-PEIRA د اسلام آباد ټولو كوچنيانو ، په خاص توګه مستحق او آؤټ آف اسکول كوچنيانو ته معياري تعليم وركولو او ددوئي د تعليمي حقونو تحفظ له د خپل عزم پخلے كوي








