فارماسوټيكل انډسټري او دې سره تړلې څانګې په تندۍ سره پرمختګ كوي۔سيد مصطفٰی كمال

  اسلام آباد 17 جون(اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي  فارماسيوټيكل سيكټر كښې سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شوې او فارماسوټيكل انډسټري او دې سره تړلې څانګې هم په تندۍ سره پرمختګ كوي٬قومي صحت يوازې د طبي آسانيو معامله نه بلكې د قامي سلامتيا او معيشت څخه هم نيغ په نيغه تړلې تعلق لرونکی دھ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده مډ هيلتھ اينډ بيوټي ايكسپو …

 

اسلام آباد 17 جون(اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي  فارماسيوټيكل سيكټر كښې سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شوې او فارماسوټيكل انډسټري او دې سره تړلې څانګې هم په تندۍ سره پرمختګ كوي٬قومي صحت يوازې د طبي آسانيو معامله نه بلكې د قامي سلامتيا او معيشت څخه هم نيغ په نيغه تړلې تعلق لرونکی دھ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده مډ هيلتھ اينډ بيوټي ايكسپو 2026 په موقع ميډيا سره په خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل  پاكستان كښې فارماسوټيكل او د روغتيا څانګه كښې ښكاره پیشرفت كيږي۔مصطفی كمال ووئيل  سږ كال د پاكستان برآمدات كښې اضافه  راغلې ده د كوم چې مثبت اثرات په فارماسوټيكل صنعت هم مرتب شوې دي۔ده ووئيل  د پاكستان ايكسپورټ ګراف زياتېدو په سبب فارماسوټيكل سيكټر كښې سرمايه كارۍ ته وده ترلاسه شوې ده او فارماسوټيكل انډسټري او دې سره تړلې څانګې هم په تندۍ سره پرمختګ كوي۔

مزید خبریں
په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔سينيټر کامل علي آغا اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) سينيټر کامل علي آغا وئيلي دي په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې ده د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو كښې پيش رفت او امن لوظنامې لپاره د پاکستان کردار لويه سفارتي کاميابي ګرځولو سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هلي ځلي وستائيلي۔ده ووئيل حکومت او رياستي ادارو په كډه هڅو د پاکستان نړيوال تشخص نور هم زيات کړو او د هېواد په اړه د يواځې والي تاثر ختم شوے۔ده د دفاعي بجټ زياتولو هركلې كولو سره ووئيل د هېواد د سلامتيا تقاضو ترمخه دا يو مهم اقدام دے دغسې پرمختيائي پروژو لپاره هم مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده چې د روزګار موقعې راپيدا شي او معاشي هلي ځلي وده ومومي۔