اسلام آباد 17 جون(اے پي پي)د سندھ ګورنر نهال هاشمي د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې د قومي اهميت وړ چارو٬پارليماني معاملات او د سندھ پرمختګ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق نهال هاشمي ته د سندھ ګورنر په …
د سندھ ګورنر نهال هاشمي د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد 17 جون(اے پي پي)د سندھ ګورنر نهال هاشمي د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره په پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو چې پكښې د قومي اهميت وړ چارو٬پارليماني معاملات او د سندھ پرمختګ په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق نهال هاشمي ته د سندھ ګورنر په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د وفاق او صوبو ترمينځه موثر رابطو او د مرستې په اهميت یئ زور راوړو۔د سندھ ګورنر د ايوان كاروائي غېر جانبداره انداز كښې په چلولو د قامي اسمبلۍ سپيكر ستائنه وكړه۔په ملاقات كښې د جمهوري ادارو استحكام او د پارلمانی روايات ودې له د عزم څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې د د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري هم ګډون كولو۔په ملاقات كښې د قامي اسمبلۍ غړي اعجاز حسين جاكهران او عبدالقادر بلوچ هم موجود وو۔









