د روان مالي كال په مهال د آئي ټي برآمدات حجم د 4.5 اربه ډالره څخه زيات پاتي كيدو امكان دے۔ خرم شهزاد

  اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د روان مالي كال په مهال د آئي ټي برآمدات حجم د 4.5 اربه ډالره څخه زيات پاتي كيدو امكان دے۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايكس په خپل يو پيغام كښې ده ووئيل د پاكستان د ټيكنالوجي برآمدات د 4.2 اربه ډالره ريكارډ كچه ترلاسه كړي، د …

 

اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير صلاحكار خرم شهزاد وئيلي دي د روان مالي كال په مهال د آئي ټي برآمدات حجم د 4.5 اربه ډالره څخه زيات پاتي كيدو امكان دے۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايكس په خپل يو پيغام كښې ده ووئيل د پاكستان د ټيكنالوجي برآمدات د 4.2 اربه ډالره ريكارډ كچه ترلاسه كړي، د مالي کال 2026 وړومبو 11 مياشتو كښې 4.2 اربه ډالره آئي ټي  برآمدات شوي كوم چې د تير مالي كال دې مودې په مقابل كښې 20 فيصده زيات دي۔مئي 2026 كښې د 373 مليونه ډالره برآمدات شوې كوم چې د تير كال دې مودې په مقابل كښې 13فيصده زيات دي۔هيله لرو چې مالي كال 2026 كښې به مجموعي برآمدات 4.5 اربه ډالره څخه زيات شي۔ده ووئيل پاكستان نړيوالي ټيكنالوجي په موجودګۍ كښې پراختيا ترلاسه كوي،

مزید خبریں
په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔سينيټر کامل علي آغا اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) سينيټر کامل علي آغا وئيلي دي په تیرو مياشتو كښې پاکستان په نړيواله كچه مهمي كاميابۍ ترلاسه كړي چې ورسره د هېواد وقار لا زيات شوې۔د شورو په ورځ په سېنېټ كښې په وفاقي بجټ 2026-27 بحث كښې ده د ايران او امريکې ترمينځه خبرو اترو كښې پيش رفت او امن لوظنامې لپاره د پاکستان کردار لويه سفارتي کاميابي ګرځولو سره د وزيراعظم محمد شهباز شريف، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار او داخله وزير محسن نقوي هلي ځلي وستائيلي۔ده ووئيل حکومت او رياستي ادارو په كډه هڅو د پاکستان نړيوال تشخص نور هم زيات کړو او د هېواد په اړه د يواځې والي تاثر ختم شوے۔ده د دفاعي بجټ زياتولو هركلې كولو سره ووئيل د هېواد د سلامتيا تقاضو ترمخه دا يو مهم اقدام دے دغسې پرمختيائي پروژو لپاره هم مناسب وسائل وركولو ته اړتيا ده چې د روزګار موقعې راپيدا شي او معاشي هلي ځلي وده ومومي۔