اولس دوست بجټ سره به د صنعت پړمختګ تند شي،په برآمدات اډانه معيشت ته به وده ترلاسه شي۔د وزير اعظم شهباز شريف د مسلم ليګ (ن) سره تعلق لرونكو د ميرمنو پارلماني غړو سره خبري

  اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اولس دوست بجټ سره به د صنعت پرمختګ تند شي،په برآمدات اډانه معيشت ته به وده ترلاسه شي، اوبو پانګو، آئي ټي، کر کیلی او معدنيات ته په بجټ کښی پام لرنه شوي،منطقه كښې د امن او  صورتحال معمولته د راتللو مثبت اثرات به اولس ته منتقل كولې شي،دا ممكن نه ده چې اولس قرباني …

 

اسلام آباد 17 جون  (اے پي پي) وزير اعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي اولس دوست بجټ سره به د صنعت پرمختګ تند شي،په برآمدات اډانه معيشت ته به وده ترلاسه شي، اوبو پانګو، آئي ټي، کر کیلی او معدنيات ته په بجټ کښی پام لرنه شوي،منطقه كښې د امن او  صورتحال معمولته د راتللو مثبت اثرات به اولس ته منتقل كولې شي،دا ممكن نه ده چې اولس قرباني وركوي او اشرافيه مراعات ترلاسه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مسلم ليګ (ن) سره تعلق لرونكو ميرمنو پارلماني غړو سره خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم د ميرمنو غړو هركلي كولو سره روان بجټ غونډه كښې په ګډون كولو د هغوي مننه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل حكومت چې څورمره هم ممكن وه بجټ كښې اولس له د ريليف وركولو هڅه كړي،په بجټ كښې ميرمنو خپلواكه كولو او دوي قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره نور هم اقدامات شامل کړی شوي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستانو ميرمنو د هېواد په پرمختګ كښې بشپړه كردار ترسره كولو لپاره خپلواكه كولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي،د لوي څښتن په فضل و كرم منطقه كښې تاؤ ترېښوالی كميدو او امن راوستلو كښې د هڅو ښې نتيجې رامخې ته شوي،د ملګرو هېوادونو مننه كوو چا چې امن هڅو كښې ملګرتيا كړي۔ده ووئيل د تاؤ ترېښوالي پيل څخه حكومت او په خاص توګه فيلډ مارشل سيد عاصم منير، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار، داخله وزير  سيد محسن رضا نقوي او ټولي ډلي امن لپاره په زړه پوري هلي ځلي كړي۔ وزيراعظم ووئيل په منطقه كښې او نړيوال امن سره به د پاكستان او نورو هېوادونو د معاشي پرمختګ خوب تعبیر ومومي ، حكومت تيرو مياشتو كښې اولس د ګرانۍ چپې څخه څومره چې ممكن وه د ساتلو هڅي كړي،د ه ووئیل لوی څښتن په فضل و كرم د منطقې نورو هېوادونو په شان نه زمونږ په هېواد كښې كوم بحران راغلې او نه د تيلو لپاره اوږده قطارونه جوړ شوی۔ وزيراعظم ووئيل د حكومتي ډلي ښی منصوبه بندۍ سره نه يواځې اولس د خفګان څخه بچ وساتلې شو بلكه وفاقي و صوبائي حكومتونو په مرسته په معاشي توګه كمزورو طبقو لپاره تاريخي پيكيج وركړې شوې۔ده ووئيل اوسني بحران كښې تر ټولو اول قرباني كابينې او سركاري ادارو وركړي، دا ممكن نه ده چې د هېواد اولس قرباني وركړي او اشرافيه مراعات ترلاسه كوي۔ وزيراعظم ووئيل حكومت د 128 اربه روپو سبسډي او په لويه توګه كفايت شعاري کمپائن  سره د اولس د خفګان كمولو لپاره  بشپړه هڅي کړی ،ده ووئیل اوسنو حالاتو كښې د هېواد معيشت مستحكم ساتلو لپاره وفاق او صوبو بشپړه مرسته كړي په دې د صوبائي حكومتونو مننه كوو۔ وزيراعظم ووئيل په سخت معاشي صورتحال كښې اولس دوست بجټ وړاندې شوې چې ورسره به د صنعت پرمختګ به تند شي او په برآمدات اډانه معيشت به وده ومومي۔ده ووئيل راروان كال بجټ كښې د هېواد ګټو او په خاص توګه د اوبو پانګو زياتولو، آئي ټي، زراعت او معدنيات څانګو ته پام لرنه شوي دغسې چې د پاكستان معيشت له قوي بنياد وركړې شي۔ وزيراعظم ووئيل منطقه كښې  امن او صورتحال معمول راتللو نه پس به د معیشت معاشي اثرات اولس ته منتقل كولې شي۔ميرمنو غړو نړيوال او د سيمي امن لپاره په هڅو وزيراعظم ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔دوي وزيراعظم او حكومتي معاشي ډلي ته په بجټ كښې د ميرمنو خپلواكه كولو او هغوي له يو برابر موقعو وركولو له په اقدامات هم پيرزوئنې وړاندې كړي۔ميرمنو غړو وزيراعظم ته خپلو اړوندو سيمو كښې د اولسي ښېګړې په اړه روانو منصوبو او بجټ په اړه تجاويز وړاندې كړل۔ ملاقات كښې  سيده نوشين افتخار، بيګم تهمينه دولتانه، شائسته خان، طاهره اورنګزيب، شائسته پرويز، منيبه اقبال، نزهت صادق، مسرت آصف خواجه، رومينه خورشيد عالم، زيب جعفر، كرن عمران ډار، زهره ودود فاطمي، آسيه ناز تنولي، صبا صادق، فرح ناز اكبر، شهناز سليم ملك، زينب محمود بلوچ، كرن حيدر، اختر بي بي، غزاله انجم، مس شاهين، ثمر هارون بلور، سعيده جمشيد، تمكين اختر نيازي، سائره تاررړ، هما اختر چغتائي، ماه جبين خان عباسي، ګلناز شهزادي، شمائله رانا، شازيه فريد، سيده آمنه بتول، رابعه نسيم فاروقي، ارم حامد حميد او مس نيلم شاملي وي۔په غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف، د آئي ټي وزيره شزه فاطمه خواجه،د پارلماني چارو وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري، رانا مبشر اقبال، وزير مملكت شزرا منصب علي خان كھرل، وجيهه قمر او خاص مرستيال طلحه بركي هم ګډون كولو۔(