د پرائم منسټر آفس سسټم د لارې به د منصوبو او هدفونو په حقيقي وخت كښې نګراني مؤثر كولې شي: د اقتصادي چارو وفاقي وزير

  اسلام آباد۔17جون  (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چیمه د  پرائم منسټر آفس سسټم (پی اېم او اېس) نظام په پراخا كچه له نافذ كېدو څخه وړاندې د لا مؤثر ٬ صارف دوست او عملی ضرورتونو له مخې ښه كولو هدايت كړے دے۔ ده دا  خبره د پرائم منسټر آفس سسټم جاج اغستلو له رابللې شوې غونډه كښې وكړه۔ غونډې ته ووئيلې شو چې پی اېم …

 

اسلام آباد۔17جون  (اے پی پی) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چیمه د  پرائم منسټر آفس سسټم (پی اېم او اېس) نظام په پراخا كچه له نافذ كېدو څخه وړاندې د لا مؤثر ٬ صارف دوست او عملی ضرورتونو له مخې ښه كولو هدايت كړے دے۔ ده دا  خبره د پرائم منسټر آفس سسټم جاج اغستلو له رابللې شوې غونډه كښې وكړه۔ غونډې ته ووئيلې شو چې پی اېم او اېس په مصنوعي ذهانت مشتمل يو عصري پلېټ فارم دے چې مقصد يۍ حكومتي نظم ونسق پياوړې كل ٬ د بېلو وزارتونو او محكمو ترمينځه تړون ښه كولو او د حكمتي اقداماتو نګراني مؤثر جوړول دي۔ په غونډه كښې د آئي ټي او ټېلي كميونېكېشن وفاقي وزيرې شزہ  فاطمه خواجه، سېکرټری آئی ټی ضرار هاشم خان، چیئرمېن پاکستان ډیجیټل اتھارټی سهېل منیر او د وزیراعظم آفس اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ غونډه كښې ګډون كوونكي  نظام عصري خصوصيات په اړه خبر كړې شول او دا ووئيلې شوو چې دا پلېټ فارم به ټول وزارتونه وزيراعظم آفس سره د يو مركزي ډيجيټل نظام د لارې وتړي۔ د دې د لارې به د بېلو كارونو ٬ منصوبو او هدفونو په حقيقي وخت كښې نګراني ممكن شي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د وزيراعظم آفس لخوا جاري كېدونكي هدايت به په سمدستي توګه اړوندو وزارتونو او محكمو ته ددې پلېټ فارم دلارې رسولې شي۔ پی اېم او اېس يو خصوصيت دا دے چې دا يو خودكار الرټ سسټم دے كوم به چې د ټاكلي وخت په تېرېدو د كارونو په اړه وفاقي سېكترانو او اړوندو افسرانو ته د نوټيفكېشنز دلارې اطلاع وركوي۔ وفاقي وزير د دې نظام ستائنه كولو سره اړوندو ادارو ته هدايت وكړو چې د دې نظام په پراخا كچه نافذ كېدو څخه وړاندې دې دا لا مؤثر ٬ صارف دوست د عملي ضرورتونو له مخې ښه كړے شي۔ ده ووئيل پرائم منسټر آفس سسټم به  قومی ډیجیٹل ماسټر پلان نافذ كولو كښې مهم كردار ترسره كړي او د بېن الوزارتي رابطې او ډیجیټل انضمام لا مضبوط كړي۔ د غونډې په پايه كښې ددې عزم څرګندونه وشوه چې ډیجیټل ټېکنالوجی او مصنوعی ذهانت څخه استفاده كولو سره به حكمراني مضبوطولې٬ اولسي خذمات ښه كولې او حكومتي نظام لا مؤثر ٬ شفاف او ځواب وركوونكے جوړولے شي

مزید خبریں