د وېمن پارليمنټري كاكس بلوچستان كښې د تېزاب ګردۍ مخنيوي له د قانون سازۍ تندولو پرېكړه

  کوئټه۔ 15جون(اے پی پی) بلوچستان وېمن پارلیمانی کاکس زورراوړے دے چې د تېزاب ګردۍ پېښو مؤثره مخنيوې ٬ د تېزاب او نورو ضرر رسوونكو كميائي توكو خرڅون او كارول منظم كول ٬ د مجرمانو قانون سره مخ كولو او ځپليو له  د مرستې او بحالۍ آسانۍ باوري كولو له يو بشپړ او مضبوط صوبائي قانون ته اړتيا ده۔ د وېمن پارلېمنټری کاکس بلوچستان غونډه د ګل په ورځ د …

 

کوئټه۔ 15جون(اے پی پی) بلوچستان وېمن پارلیمانی کاکس زورراوړے دے چې د تېزاب ګردۍ پېښو مؤثره مخنيوې ٬ د تېزاب او نورو ضرر رسوونكو كميائي توكو خرڅون او كارول منظم كول ٬ د مجرمانو قانون سره مخ كولو او ځپليو له  د مرستې او بحالۍ آسانۍ باوري كولو له يو بشپړ او مضبوط صوبائي قانون ته اړتيا ده۔ د وېمن پارلېمنټری کاکس بلوچستان غونډه د ګل په ورځ د صوبائي بلوچستان كمېټي روم كښې وشوه په كومه كښې چې صوبه كښې د تېزاب ګردۍ پېښو مخنيوي ٬د قانون سازۍ او ځپليو بحالۍ سره په اړوندو اقداماتو خبرې وشوې۔ د غونډې مشري د بلوچستان اسمبلۍ ډپټي سپيكرغزاله ګوله او د وېمن پارليمنټري كاكس چيئرپرسن وكړه۔