اسلام آباد 13جون (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د ايكسپورټ ليډ ګروتھ څخه ټول معيشت ته ګټه رسي٬ تېر حكومت 0.2 فيصد جي ډي پي ګروته پرېښودے ؤ ٬زمونږ حكومت كښې جي ډي پي ګروتھ 3.7 نه تر 4 فيصد رسي٬د راروان مالي كال بجټ د تېرو دوو كلونو د محنت او جامع اصلاحاتي اقدامات نتيجه ده ٬ د كومې چې …
د ايكسپورټ ليډ ګروتھ څخه ټول معيشت ته ګټه رسي٬جي ډي پي ګروتھ 3.7 نه تر 4 فيصد رسي٬د راروان مالي كال بجټ د تېرو دو كلونود محنت او جامع اصلاحاتي اقدامات نتيجه ده۔عطاﺀ الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 13جون (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ وئېلي دي د ايكسپورټ ليډ ګروتھ څخه ټول معيشت ته ګټه رسي٬ تېر حكومت 0.2 فيصد جي ډي پي ګروته پرېښودے ؤ ٬زمونږ حكومت كښې جي ډي پي ګروتھ 3.7 نه تر 4 فيصد رسي٬د راروان مالي كال بجټ د تېرو دوو كلونو د محنت او جامع اصلاحاتي اقدامات نتيجه ده ٬ د كومې چې بنيادي مقصد اولس ته ريليف وركول او معيشت په تل پاتي استحكام لاره روانول دي٬حكومت د سپيځلو ايف بي آر اصلاحاتو د لارې مالي ګنجائش پېدا كړے ٬بيلو طبقو ته ريليف وركړے شوے ٬دا بجټ خواري كښو٬كروندګرو٬تنخواه دارې طبقې٬ايكسپورټرز او متوسط طبقې پشمول د ټولنې ټولو طبقو بجټ دے۔د خالي په ورځ د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب٬د خزانې وزير مملكت بلال اظهر كياني سره په پوسټ بجټ پرېس بريفنګ په مهال د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئېل مالي ګنجائش پېدا كېدو نه پس حكومت اولس ته ريليف وركولو لپاره وعدې ته عملي جامه اچولې او په ريليف اډانه بجټ جوړولو لپاره د تېرو دوو كلونو په مهال بشپړ محنت او عرق ريزې شوی ده ۔ده ووئيل وزيراعظم دا لوظ كړے ؤ چې څنګه معاشي ګنجائش پیدا شي٬اولس ته به هر ممكنه ريليف وركولې شي او راروان مالي كال بجټ د دې عزم عكاسي كوي۔ وفاقي وزير ووئيل چد حكومت اصلاحاتي هڅو كښې وړومبۍ د ايف بي آر اصلاحات دي او د هېواد په تاريخ كښې د دې نوعيت پراخه او د موثر اصلاحات مثال نه ترلاسه كيږي۔ده ووئيل دا مهال د ايف بي ټوله ډهانچه د سفارش او سياسي مداخلت څخه پاكه كړی شوې ۔ده ووئيل كه چرې هغه نن د كوم افسر سفارش وكړي چې هغه د كسټمز په كوم خاص پوسټ تعينات كړے شي نو تر ماښام به د اړوند افسر د معطلې حكم زما په ټيبل وي۔وفاقي وزير ووئيل سياسي كلتور كښې ښكاره بدلون راغلے دے٬اوس خلق د كوم سفارش يا اپروچ لپاره رجوع نه كوي او دا كلتور چينج هغه مهال ممكن شو كله چې د دې پیل د لوړې كچې څخه وشو او وزيراعظم پخپله د دې عمل مشري كړي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل په تېر وخت كښې د اروبونو روپو مالي ليكيج او بدعنواني روانه وه خو موجوده حكومت سپيځلتيا باوري كولو لپاره د ايف بي آر فيس ليس سسټم معارفي كړو د كومې د لارې چې ټرانسپيرنسي ته وده وركړې شوه ۔ده ووئيل دا نظام به اوس تر ضلعې او تحصيل كچې پراخه كولې شي۔ده ووئيل د انفورسمنټ په څانګه كښې په خاص توګه په صنعتي كچه مالي ليكج ډېر زيات ؤ د كوم مخ نيوي چې د شوګر انډسټري څخه پېل كړے شوے ؤ ۔شوګر انډسټري ګټوره څانګه ده٬ځكه د دې مناسب ټيكس بار يو تنخواه دارې طبقې ته منتقل پكار نه دي او د ټيكس وصولولو كښې د دې صنعت برخه نسبتا ً كمه پاتې شوې۔ده ووئيل وزيراعظم بيلو طبقو سره چې د كوم ريليف لوظ كړے ؤ ٬موجوده بچت ګښې هغې ته عملي شكل وركړے شوے ۔تنخواه دارې طبقې سره سرهد ايكسپورټرز لپاره هم ښكاره آسانۍ وركړې شوي ۔ده ووئيل كله چې په بهرنو هېوادونو كښې “ميډ ان پاكستان”ټيګ په نظر راځي نو دا د وياړ سبب وي٬د حكومت اقدامات څخه به پاكستاني مصنوعات په منطقه كښې نور مسابقتي جوړ شي كومو څخه به چې برآمدات٬زرمبادله او د فارن ايكسچېنج پانګې زياتې شي او معيشت به د ايكسپورټ ليډ ګروتھ لخوا زيات شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل مډل كلاس٬په خاص توګه لوئر مډل كلاس لپاره”خپل كور”پروګرام له مخې لويې ګنجائش پېدا كړے شوے ۔ده ووئيل هاؤسنګ سيكټر يوازې تر تعميرات محدود نه دے بلكې د دې څخه ګڼ شمېر صنعتونه تړلې دي چې پكښې سيمنټ٬سريا او نور تعميراتي سامان شامل دے او نزدې 12 صنعتونه د دې څانګې سره تړلې دي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل دا بجټ د هرې طبقې لپاره دے كوم كښې چې خواري كښ٬كروندګر او تنخواه دارو پشمول د ټولنې ټولو طبقو ته ريليف وركړے شوے۔ده ووئيل د ميرمنو لپاره د يو مهم اقدام په توګه”پنك ټيكس”له مخې سينيټري او هائيجين پروډكټس بانېد لګولې شوے 18 فيصد ټيكس ختم كړے شو كوم چې يو لويې اصلاحاتي ګام دے۔وفاقي وزير ووئيل د ايف بي آر ماډل د ورلډ بانك پشمول نړيوالو ادارو كښې وړاندې كړی شوې او د دې بشپړه ډاډګيرنه شوې ده۔ده ووئيل د كيش ليس اكانومي لخوا اقدامات څخه د معيشت يوه لويه غېر دستاويزي برخه په دستاويزي نظام كښې راوستلې شوې چې پكښې د ټيكس ليكج كښې كمے راغلے دے۔ده ووئيل د روژې پیكج په مهال د ډيجيټل والټس كارول هم د دې پالېسۍ برخه وه د كوم مقصد چې سپيځلتيا او موثر تقسيم باوري كول دي۔د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير ووئيل چې كله مونږ د ايكسپورټ ليډ ګروتھ خبره كوو نو دې ته پراخه معاشي تناظر كښې كتل پكار دي۔ده ووئيل د دې پرمختيائي ماډل څخه نه يوازې صنعتكار بلكې فيكټري وركرز٬مشين آپريټرز٬ډرائيورز او نور ملازمين هم مستفيد كيږي ځكه چې د ښو معاشي هلو ځلو په نتيجه كښې اجرتونو او روزګار كښې اضافه كيږي۔ده ووئيل په ايكسپورټ اډانه د پرمختګ ماډل ټول معيشت ته ګټه رسوي او دا يو جامع معاشي عمل دے چې پكښې بيلې طبقې كډون كوي۔وفاقي وزير د سوشل سيكټر په اړه ووئيل موجوده پرمختيائي بجټ كښې د هېواد بيلو سيمو كښې تعليمي ادارو لپاره خاص فنډز بېل كړے شوے چې پكښې اسلام آباد جناح ميډيكل كمپليكس٬مظفرآباد دانش يونيورسټي او ګلګت بلتستان٬بلوچستان او د سندھ پسمانده سيمو كښې د تعليمي ادارو پروژې شاملې دي۔ده ووئيل دا اقدامات د وزيراعظم شهباز شريف د دې وژن برخه ده د كوم مقصد چې د تعليم موقعې تر كمزورو طبقو رسول دي۔ده ووئيل دانش سكول سسټم هغه ماشومانو لپاره جوړ كړے شوے كومو ته چې د معياري تعليم موقعې ترلاسه نه وې او دا پروژه 2011 او 2012 كښې پنجاب كښې پیل شوی وه۔ده ووئيل تېر حكومت 0.2 فيصد جي ډي پي ګروتھ پريښودے ؤ او موجوده حكومت كښې د جي ډي پي ګروتھ په زياتېدو 3.7 نه تر 4 فيصد كچې ته رسي كوم چې د معاشي بحالۍ ښكاره علامت دے











