د افریقه ډے د شريك تاریخ او  هيلو  یادګېرنه ده ، افریقه د نړيوال  معیشت تر ټولو متحرکه منطقو  كښې شاملېږي  ، د عطاء اللہ تارړ د  ” هیپي افریقه ډے“ دستورې ته  خطاب

  اسلام آباد۔13جون  (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير  عطاء اللہ تارړ  د ”هیپي افریقه ډے“  په موقع د افریقې كلتور ، د افریقې موسیقۍ او د  افریقه ورثې نمائندګي  كوونكو  روایات و اقدار ودې لپاره د  مشترکه فورم جوړولو  وړاندېز وركولو سره وئېلي دي  د پاکستان لپاره افریقه ډے د شريك  تاریخ او مشترکه هيلو  يادګېرنه ده ، افریقه نن د خپل  تاریخ د يو بدلېدونكې …

 

اسلام آباد۔13جون  (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير  عطاء اللہ تارړ  د ”هیپي افریقه ډے“  په موقع د افریقې كلتور ، د افریقې موسیقۍ او د  افریقه ورثې نمائندګي  كوونكو  روایات و اقدار ودې لپاره د  مشترکه فورم جوړولو  وړاندېز وركولو سره وئېلي دي  د پاکستان لپاره افریقه ډے د شريك  تاریخ او مشترکه هيلو  يادګېرنه ده ، افریقه نن د خپل  تاریخ د يو بدلېدونكې پراؤ څخه  تېرېږي ، افریقه د نړيوال  معیشت تر ټولو  متحرکې  منطقې په توګه رامخې ته كېږي   ،  د هیپي افریقه ډے په موقع اوسنے روان كال د اوبو  پائیدار استعمال  كال ګرځول خوش آئند دے ، اوبه ژوند دے او د اوبو  په اهمیت زمونږ نه زيات  شاہد كه څوك  پوهېږي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه  ده دلته مقامي هوټل كښې  د ”هیپي افریقه ډے“ دستورې ته خطاب کښې وكړه  ۔ عطاء اللہ تارړ ووئېل  مونږ د سندھ وادۍ د تهذیب وارثان يوو  ، د اباسين په غاړه رامخې ته شوے تهذیب زمونږ د تاریخي او  كلتوري تشخص بنیاد دے ۔ ده ووئېل  د پاکستان ټولنه  د خپل  شناخت، كلتور  او  اقدار د اوبو څخه اخذ کوي ، هم دا  وجه ده  چې بس اوبه ژوند دے  ”“  تصور  زمونږ په اجتماعي سوچ كښې بنیادي اهمیت لري ۔  وفاقي وزیر د  پاکستان لپاره د  افریقه ډے  د شريك  تاریخ او  مشترکه هيلو  یادګېرنه ګړحولو سره ووئېل  د افریقائي هېوادونو په څير  پاکستان هم  د نوآبادیاتي دور تجربې څخه تېر شوے دے ، ا مشترکه  تاریخي تجربه د پاکستان او  افریقې تر مينځه د زرې  دوستۍ او  یوالي بنیاد دے ۔  ده ووئېل  پاکستان د افریقې سره د  موجودہ تړون ”انګیج افریقه “ پالیسۍ تر مخه  مخ په وړاندي ځي  ، مصر څخه تر   جنوبي افریقه  او  سینیګال  نه تر ایتھوپیا پورې  پاکستان په شريكو روابطو او مرسته  باور لير ۔ وفاقي وزیر انګیج افریقه پالیسي د  افریقائي هېوادونو سره د سیاسي ، اقتصادي او  د كلتوري اړيكو په  پائیداره  بنیادونو  د مضبوطولو  او پراخه  كولو د عزم عکاس ګړحولو سره  ووئېل  پاکستان افریقې ته  نه يوازې د  سفارتي شراکت دارۍ په حېث ګوري بلکې دا د خپلې پراخه تر  خارجه پالیسۍ د  رسائۍ  يوه مرکزي ستون هم ګڼي ۔ په تېرو كلونو كښې  پاکستان د افریقې براعظم كښې  خپل سفارتي  نیټ ورک مسلسل پراخه كړے دے ۔ ده ووئېل د  پاکستان او افریقې هېوادونو  تر مينځه مرسته  د تجارت، تعلیم، د كار د استعداد زوياتېدو ، صحت او  دفاع پشمول بېلو څانګو ته څپره شوې ده  د كومې مقصد چې شريكه :ګته  او  ترقي ده  ۔ده ووئېل د  فیفا ورلډ کپ  آغاز شوے دے ، پاکستان به د افریقې ډلو مرسته كوي   كومو چې د لوبو په  میدان كښې عمر له د ښې  کارکردګۍ  مظاهرہ کوي ۔ ده ووئېل  افریقه  د كلتور، موسیقۍ، جد اوبو  پائیدار استعمال او د  موسمیاتي بدلون په څانګو كښې خپلې پېژنګلو سره سره د ځڼګلي زنده سر تحفظ او  په نړغ كښې د لوبو ودې كښې مهم  کردار ادا کړے دے ۔ ده ووئېل  دا هم هغه افریقه ده  د كومې تصور چې نیلسن منډیلا وړاندې كړے ؤ، نیلسن منډیلا  وئېلي وو زه د يوې داسې افریقې خوب وينم  كومه چې د  امن او  د خپل سباون لامحدود امکانات  څخه وپېژندلې شي۔ ده ووئېل د افریقه قيصه  د حوصلې او   لوړ عزم قيصه  ده۔ وفاقی وزیر په دې موقع ټولو  افریقائي قامونو  ته د  افریقه ډے مبارکي وركړه۔ ده ووئېل  د پاکستان او  افریقه دوستي به عمر له قائم و دائم وي ۔

 

مزید خبریں