وفاقي بجټ د ريليف، اولسي خېرښګړې٬ په تنخواه دارې  طبقه د بار كمولو٬ د برامدات  زياتولو ، د صنعتي و زرعي پرمختګ، د سرمايه کارۍ د ودې او د معاشي پرمختګ بجټ دے۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  وفاقي بجټ دج ريليف، اولسي خېرښګړې٬ په تنخواه دارې طبقې د بار د كمولو٬ په برامدات كښې د زياتوالي، صنعتي و زرعي پرمختګ، د سرمايه کارۍ د ودې او د معاشي پرمختګ بجټ دے، اوس د خوشحالۍ وخت راغلے دے، معاشي استحکام ترلاسه كولو سره  بجټ كښې اولس ته ريليف وركړے شوے دے، د ترقۍ سفر …

 

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي  وفاقي بجټ دج ريليف، اولسي خېرښګړې٬ په تنخواه دارې طبقې د بار د كمولو٬ په برامدات كښې د زياتوالي، صنعتي و زرعي پرمختګ، د سرمايه کارۍ د ودې او د معاشي پرمختګ بجټ دے، اوس د خوشحالۍ وخت راغلے دے، معاشي استحکام ترلاسه كولو سره  بجټ كښې اولس ته ريليف وركړے شوے دے، د ترقۍ سفر به په بشپړه ډول روان وي او د اولس خېرښګړې لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كوٶ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د وفاقي بجټ په اړه جاري بيان كښې وزيراعظم ووئيل د الله پاك شكر ادا كوم د چا په فضل و کرم او د قام په دعاګانو سره مونږ معاشي استحکام ترلاسه كړو چې په سبب ئې مونږ نن اولس ته په بجټ كښې ريليف وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د پاکستان د هر وګړي د زړه د كومي مننه كوم چا چې په سختو حالاتو كښې د صبر و تحمل څرګندونه كړې٬ ستونزو سره مخ شوي او د خپل هېواد معاشي استحکام لپاره ئې بشپر كردار لوبولے،  ده ووئېل اولس سره مې لوظ كړے ٶ چې د معاشي استحکام ترلاسه كولو نه پس به د دې خواږه نېغ په نېغه عام وګړي ته رسوٶ، الحمدلله اوس د خوشحالۍ وخت پېل شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل د مشکل دور نه پس بهتري او د ريليف ما تاسو سره لوظ كړے ٶ او د كوم ريليف چې زما قام په حقيقي معنو كښې مستحق دے، د دې رسمي پېل شوے دے۔ وزيراعظم ووئيل دا بجټ د ريليف  بجټ دے،د اولس د فلاح بجټ دے،دا په تنخواه دار طبقه د بار كمولو بجټ دے٬ دا په برآمدات كښې د زياتوالي، د صنعتونو د ودې، زرعي ترقۍ او د سرمايه کارۍ ودې سره د معاشي ترقۍ بجټ دے۔ وزيراعظم ووئيل د دې بجټ بنيادي مقصد دا دے چې د معيشت د مضبوطيا خواږه نيغ په نېغه تر اولس ورسولې شي او هره طبقه په ترقۍ كښې شامله شي، نائب وزيراعظم و خارجه وزير  اسحاق ډار، فيلډ مارشل سيد عاصم منير، د خزانې وزير محمد اورنګزيب او ټوله معاشي ډله ٬ د څلورو واړو صوبو اعلٰې وزيران او د ټولو اړوند ډلو مننه كوم د چا  ستړو٬ وظيفائي صلاحيت او جذبې چې دا ريليف ممكن كړو ۔ وزيراعظم ووئيل د وزيراعظم خپل كور پروګرام له مخې اولس ته د خپل كور چهت سهولت وركولو نه پس د ټېكس تر ريليف، ځوانانو لپاره د روزګار موقعې راپيدا كول ٬ په مېنځنۍ طبقه بار كمول او د كاروباري هلو ځلو ودې لپاره ستاسو حكومت كوټلې او موثره اقدامات كړي دي، ان شاء الله تعاليٰ د ترقۍ دا سفر به په بشپړه ډول روان وي او مونږ به د اولس خېرښګرې لپاره هر ډول ممكن اقدامات كوٶ۔

مزید خبریں