اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال 2026-27ء لپاره د 18 زره 771 اربه روپو حجم لرونكے وفاقي بجټ د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو، چې پكښې اقتصادي پرمختګ ، ټیکس ریلیف، په ګرانۍ قابو موندل او د ژوند بيلو څانګو لپاره مراعات ته خاص پام لرنه شوي،د سرکاري ملازمانو تنخاګانو او پنشن كښې 7 فیصده زياتوالے شوے دغسې تنخاہ دارې طبقې …
د مالي كال 2026-27ء لپاره د 18 زره 771 اربه روپو وفاقي بجټ قامی اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو،اقتصادي پرمختګ ، ټیکس ریلیف، په ګرانۍ قابو موندل او د ژوند بيلو څانګو لپاره مراعات ته خاص پام لرنه شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د راروان مالي كال 2026-27ء لپاره د 18 زره 771 اربه روپو حجم لرونكے وفاقي بجټ د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ ته وړاندې كړے شو، چې پكښې اقتصادي پرمختګ ، ټیکس ریلیف، په ګرانۍ قابو موندل او د ژوند بيلو څانګو لپاره مراعات ته خاص پام لرنه شوي،د سرکاري ملازمانو تنخاګانو او پنشن كښې 7 فیصده زياتوالے شوے دغسې تنخاہ دارې طبقې ته ریلیف وركولو سره د ټيكس شرح كښې كمے او سرچارج ختم کړے شوے، د لږې نه لږه د مياشتي تنخاہ كښې 10 فیصده اضافه وكړې شوه ، اېف بی آر د محصولات اندازه 15 زره 264 اربه روپۍ مقرر كرې شوې ، د ھاؤسنګ او كركيلي پشمول د قامی معیشت بيلو څانګو لپاره خصوصی مراعات اعلان کړے شوي،د سرکاري څانګي پرمختيائي پروګرام حجم يو زر اربه روپۍ دغسې د هېواد دفاع لپاره 3 زره اربه روپۍ بيلي كړې شوې، 15 کروړه نه تر 50 کروړه روپو په آمدن لګېدلے سپر ټیکس په بشپړه توګه ختم کړے شو ، بینظیر انکم سپورټ پروګرام لپاره 838 اربه روپۍ بيلي كړې شوې۔د جمعې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال وفاقي بجټ وړاندې كولو كښې د خزاني وزیر سینیټر محمد اورنګزیب ووئيل د خپل حکومت دريم بجټ وړاندې كوم ٬ د اتحادي ګوندونو د قيادت او په خاص توګه د نوازشریف، بلاول بھټو زرداري، خالد مقبول صدیقي، چوهدری شجاعت حسین، عبدالعلیم خان او خالد حسین مګسی لارښودني لپاره مننه كوم۔ دا بجټ په يوه داسې موقع وړاندې كيږي چې پاكستان د خپل اولس او نړۍ په نظر كښې د يو داسې هېواد حيثيت ترلاسه كړے د كوم غږ چې اورېدلے كيږي او د ملګرتيا خواهش يې لرلې كيږي۔وفاقي وزير ووئيل دا بدلون اتفاقا ً نه دې راغلے دا تېر كال په مئي مياشت كښې راغلے كله چې هند له د پاكستان د اړخه يو داسې ځواب وركړے شو د كوم نوټس چې ټولې نړۍ واخست٬زمونږ وسله والو يو داسې خله ماتې ځواب وركړو چې په څو ساعته كښې هغوي د آمن په خبره كولو مجبور شول ٬دا كاميابي د لسيزو د پيشه وره تربيې او چمتوالي نتيجه وه٬ د آپريشن بنيان المرصوص كاميابي زمونږ د قامي تاريخ يو داسې روښانه باب دے چې نن ټوله نړۍ د پاكستان د دفاعي قوت ستائنه كوي او هم دغه وجه ده چې زمونږ د فضاﺀ تحفظ كوونكو جټ فائيټرز ځينو هيوادونو په خپله فضائيه كښې شاملولو لپاره د پاكستان سره په رابطه كښې دي۔زمونږ دفاعي صنعت د قيمتي زرمبادله ګټلو يوه ذريعه هم جوړه شوې٬دا د دې خبرې ثبوت دے چې قوي دفاع نه يوازې زمونږ د سلامتيا لپاره مهمه ده بلكې دا د هېواد معاشي پرمختګ كښې مرستياله ثابتېدې شي۔ده ووئيل دې دفاعي قوت نه يوازې د منطقې بلكې په ټوله نړۍ كښې زمونږ د ستراتېژېكي فارټنرشپ نقشه د نوي سره سره ترتيب كړی۔زه په خصوصي توګه د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ستراتېژك ميوچوئل ډيفنس ايګريمنټ ذكر كول غواړم٬زمونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه د ايمان او ورورولۍ رشته د وړاندې څخه موجود وه دغسې د دې رسمي دفاعي لوظ نامې په وجه خادم الحرمين شريفين سره زمونږ اړيكو او د ورورولۍ خپلولۍ ته يو نوې مستحكم بنياد ترلاسه شوے٬دا زمونږ لپاره يو لويې اعزاز دے خو دې سره سره زمونږ لپاره يوه لويه او مقدس ذمه واري هم ده د كومې ترسره كولو لپاره چې مونږ په بشپړ عزم او باور د سعودي عرب سره ولاړ يو۔زمونږ په اړيكو كښې دا مهم بدلون زمونږ د قيادت د هڅو نتيجه ده٬د كومو لپاره چې وزيراعظم٬فيلډ مارشل او زمونږ ټول سفارتي او عسكري قيادت د مباركۍ مستحق دے۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل په تېرو مياشتو كښې لويې څښتن پاكستان له يوع ځانګړې كاميابي وركړی چې د موجوده دور يو لويې جنګ په مهال امريكې او ايران په پاكستان باور وكړو او د يو ايماندار ثالث په توګه يې قبول كړو ٬پاكستان دا كردار په ښه ډول ترسره كولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي كومې چې نن هم روانې دي۔الحمدلله نن مونږ د اسلام آباد امن خبرو اترو د لارې امريكا او ايران 47 كاله پس خبرو اترو ته راضي كولو كښې كامياب شوي يو۔پاكستان هڅه كوي چې زر تر زره د يوې لوظ نامې د لارې په منطقه كښې امن ممكن شي او ابنائے هرمز د لارې سپلائي د وړاندې پشان بحال شي٬د امريكې او ايران صدور څو واارې د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير ثالث په توګه د مهم كردار ستائنه كړې٬دا هغه لويه كاميابي ده چې ورسره زمونږ د قامونو په ورورولۍ كښې احترام او وقار زيات شوے او زمونږ هڅې په هره كچه او فورم ستائېلې شوې دي ۔ده ووئيل پاكستان د تېرو څو مياشتو په مهال په منطقه كښې امن٬استحكام او تاؤ تريخوالي كمولو لپاره چې كوم فعاله متوازن او ذمه واره سفارتي كردار ترسره كړے٬په دې كښې مونږ ته د خپل عظيم ګاونډي هېواد چين بشپړه مرسته ترلاسه ده ۔دواړه هېوادونه سيمه ايز امن٬استحكام لپاره او د امن په هڅو اتفاق لري۔ده ووئيل پاك چين اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده٬زمونږ ملګرتيا د هماليه څخه دنګه٬د سمندر څخه ژوره او د شهد څخه خوږه ده٬چين د پاكستان مهم تجارتي شراكتدار دے٬دې اړيكو د يو داسې ستراتېژيكي شراكتدارۍ شكل اختيار كړے كومه چې تر حكومتونو محدود نه بلكې د دوو قامونو د د زړونو او تقدير سره تړلې رشته ده٬د وزيراعظم شهباز شريف د چين اوسنۍ دورې دې شراكتدارۍ له يو نوې اړخ وركړے۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل اوس زه د ايران امريكې جنګ په اثرات خبره كول غواړم ٬ د دې جنګ په وجه د پېټرول او ډيزل په نړيوالو منډيانو كښې په بيعو اثر پريوتے٬د هر كور په بجټ نوے او غېر متوقع فشار راغلے ٬دلته په دې خبره پوهېدل ضروري دي چې د پېټرول او ډيزل ځايي بيعې د نړيوالې منډۍ د بشپړ شدت څرګندونه نه وه ٬ كه حكومت د دې ټول بار په اولس اچولے ؤ نو دا بيعې به د دې څخه نورې هم زياتې وې٬دې لپاره د وزيراعظم په سپارښتنه حكومت د 128 اربه روپو عمومي سبسډي د لارې اولس له ريليف وركړے او بيا دغسې د صوبائي حكومتونو په مرسته يو ټارګټډ سبسډي نظام معارفي شوے چې د لارې يې حاجتمندو له د پېټروليم مصنوعات په بيعو كښې ريليف وركړے شو او اوس هم وركړے كيږي۔ده ووئيل پاكستان د يو مستحكم معيشت او معاشي بپرز سره د امريكې ايران جنګ په بحران كښې داخل شوے٬دې بحران له امله يو اړخ ته د نړۍ په ځينو هېوادونو كښې د تيلو كمے٬په پېټرول پمپز د اوږدو قطارونو٬ګرانۍ او ايكسچنج ريټ كښې ګراوټ ليدلے شوے او زمونږ څخه ښه وسائل لرونكو ځينې هېوادونو نړيوالو مالياتي ادارو ته رجوع كړې دغسې پاكستان كښې د حكومت په وخت او ښه پريكړو او قوي معاشي بپړز په وجه د تېلو كوم كومې نه دې رامخې ته شوے٬نه په پېټرول پمپونو اوږده قطارونه شته او نه د امن څه كومه مسئاه پېدا شوې او نه ايكسچينج ريټ متاثره شوے بلكې د دې بحران په مهال پيچ ريټنګ ايجنسۍ د پاكستان ريټنګ مستحكم ګرځولے دے۔ده ووئيل مونږ په دې اړه د اولسي ستونزو څخه خبر يو ٬ دې سره حكومت په نړيوال ماركيټ كښې د تيلو په بيعه كښې د كمي ګټه اولس ته منتقل كوي۔ده ووئيل دا د اوسني حكومت دريم بجټ دے ٬ په دې پوهېدل ضروري دي چې د تقرير په پېل زه د دوو كلونو مختصر احاطه وكړم٬مونږ دا مزل د يو مشكل ځاے څخه پیل كړے٬د وزيراعظم په مشرۍ كښې اوسني حكومت په زره پورې هلو ځلو سره په حالاتو قابو موندلے او ځينې مهمې كاميابۍ يې ترلاسه كړي دي۔د خزاني وزير ووئيل د لوي څښتن په فضل روان مالي كال كښې د سېلاب له امله زيانونو او د امريكې ايران جنګ باوجود زمونږ معاشي شرح نمو 3.7 فيصد ته رسېدلې٬زمونږ د صنعتونو پېداواري صلاحيت زيات شوے۔په دې مالي كال كښې لارج سكيل مينوفيكچرنګ شرح نمو 6.1 فيصد وه دغسې د خذمات په څانګه كښې 4.1 فيصد شرح نمو رامخې ته شوې٬ايل ايس اين او د خذمات په څانګو كښې شرح نمو د تېرو څلورو كلونو په لوړه كچه ده٬الحمدلله زمونږ د معيشت حجم 452 ارب ډالر ته رسېدلے كوم چې زمونږ د معيشت يوه نوې كاميابي ده٬د جي ډي پي په حجم كښې د زياتوالي په وجه زمونږ سړي سر آمدن د تېر كال 1751 ډالر څخه په زياتېدو 1901 ډالر ته رسېدلے۔ده ووئيل په تېرو دوو كلونو كښې پاليسي ريټ كښې ښكاره كمے رامخې ته شوے او دا شرح 22 فيصد څخه 11 فيصد ته راغلې۔زمونږ د زر مبادله پانګې هم زياتې شوې دي٬دا درې كاله وړاندې څلور اربه ډالره څخه هم لږې وې كومې چې اوس د 17 اربه ډالرو څخه زياتې شوې دي كومې چې د دريو مياشتو درآمدات لپاره پوره دي۔د خزاني وزير ووئيل ترسيلات زر كښې هم زياتوالے رامخې ته شوے٬د تېر كال 38 ارب ډالره په مقابله كښې د روان مالي كال په وړومبو 11 مياشتو كښې د ترسيلات زر حجم 38 ارب ډالر ته رسېدلے خو انشاﺀالله د كال په پوره كېدو به ترسيلات زر 41 ارب ډالر څخه زيات شي كومه چې زمونږ د تاريخ لوړه كچه ده۔ده ووئيل د ايف بي آر ټيكس ټو جي ډي پي شرح د مالي كال 23-2022 كښې 8.5 فيصد څخه په زياتېدو 10.3 فيصد ته رسېدلې٬يعني يوازې په دريو كلونو كښې د هېواد د معيشت په تناسب سره د ټيكسونو شرح دوه فيصده زياته شوې ده ۔ده ووئيل د دې اقداماتو او نتيجو څخه زمونږ مالياتي استحكام تر نظره كېږي ٬زمونږ مالياتي خساره جون 2023 كښې د جي ډي پي 7.8 فيصد وه كومه چې د روان مالي كال تر آخر به 4 فيصد ته راشي۔دوه كاله وړاندې مونږ پرائمري بيلنس كښې د جي ډي پي 0.7 فيصد برابر خسارې سره مخ وو٬روان مالي كښې زمونږ پرائمري بيلنس 1.6 فيصد سرپلس ته راغلے دغسې پرائمري بيلنس كښې د جي ډي پي په حساب سره 2.3 فيصد ښه والے راغلے دے۔ده ووئيل تېر مالي كال كښې د افراط زر شرح د تېر كال 23.4 فيصده څخه په كمېدو 4.5 فيصد ته راغلې٬د روان كال په مهال هم د ايران امريكې جنګ باوجود د ګرانۍ اوسط شرح 7 فيصده پاتې كېدو هيله ده كومې چې د روان مالي كال اندازه 7.5 فيصد څخه كمه ده٬اوسنو مياشتو كښې د افراط زر شرح زياته شوې٬انشاﺀالله د جنګ ختمېدو سره به د ګرانۍ شرح هم كمه شي۔د خزاني وزير ووئيل زمونږ د معاشي او مالياتي استحكام په وجه زمونږ په معيشت د نړيوالو پرمختيائي او نړيوالو ادارو باور زيات شوے او د نړۍ لويو ريټنګ ايجنسو د پاكستان ريټنګ آپ ګريډ كړے چې ورسره زمونږ كريډيټ ريټنګ مستحكم شوے۔ده ووئيل دا دې باور نتيجه ده چې پاكستان د 2022 نه پس په وړومبي ځل نړيوال بانك ماركيټ ته راستون شوے او په څلورو كلونو كښې پاكستان په وړومبي ځل د 750 ملين ډالر يورو بانډ په كاميابۍ سره اجرا كړے۔ د نړيوال غېر يقيني صورتحال باوجود زمونږ د بانډز طلب مستحكم ؤ ٬د دغې تسلسل مونږ ته تېره مياشت په نظر راغلو كله چې پاكستان د پاك چين سفارتي اړيكو 75مې سالګرې په موقع د هېواد د تاريخ وړومبې پانډا بانډ جاري كړو۔د كوم طلب چې زمونږ د وړاندېز څخه 5 چنده زيات ؤ ٬دا په 2.5 مارك اپ جاري كړے شوے دغسې پاكستان د نړۍ د دويم لويې معاشي نظام برخه جوړ شو ۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل د معاشي ښه والي د پاكستان په سټاك ايكسچينج هم مثبت اثرات مرتب شوي ۔ د دې ښه والي په شا د پاكستان د كارپوريټ څانګي ښه كاركردګي ده۔ كارپوريټ څانګي جنوري/مارچ 2026 كښې د تير كال دې مودې په مقابل كښې 22 فيصده زياته ګټه ترلاسه كړې دغسې د روان مالي كال په وړومبو 9 مياشتو كښې دغه ګټه 9 فيصد وه۔ دې سره سره د پاكستان سټاك ايكسچينج كښې د سرمايه كارو شميره كښې په تير يو كال كښې د 173000 نوو سرمايه كارو ريكارډ اضافه شوې۔دا خبره خوشبينه ده چې دې نوو سرمايه كارو كښې لويه شميره د ځوانانو ده۔سږ كال تر اوسه 11 ائي پي اوز اجراﺀ شوي۔كوم چې په تيرو دوو لسيزو كښې په يو كال كښې تر ټولو زياته شميره ده۔ دغسې اېس سي ائ پي كښې د 39 زره نوو كمپنيو اندراج شوے۔د نړۍ لوئ لوئ كمپنۍ په پاكستان كښې سرمايه كاري كوي۔د حكومت جوړ شوي ټيكنالوجي زونز كښې 250 څخه زياتو كمپنو خپل كاروبار پيل كړے۔ او 25 زره څخه زيات ټيك پروفيشنلز ته روزګار ترلاسه شوے ۔ كوم چې د نوو او اوسنو سرمايه كارو په پاكستان كښې په كاروباري ماحول د زيات شوې باور ښكاره ثبوت دے۔د خزاني وزير ووئيل تېر كال په دې ايوان كښې د خپل بجټ تقرير په مهال ما قام سره لوظ كړے ؤ چې د لسيزو راهيسې د التوا ښكار نجكارۍ ايجنډې له به عملي شكل وركوو ٬ زه نن دې ايوان ته په دې وئېلو سره خوشحالي محسوسوم چې دغه يوازې يو لوظ نه ؤ بلكې يو حقيقت ګړځېدلے ٬ مونږ د فرسټ وومن بانك نجكاري پېل كړی او بيا په 23 دسمبر 2025 ټول قام وكتل چې په اسلام آباد كښې د يوې سپيځلې او نيغ په نيغه په ټي وي د نشر شوي نيلامۍ د لارې پي آئي اے په مجموعي توګه په 185 ارب روپۍ نجي څانګې ته سپارلې شوې٬دا كاميابه او تاريخي نجكاري د وزيراعظم د هغه وژن ترمخه ده چې نجي څانګې د هېواد د كوټلې معاشي پرمختګ ضامن ده٬د پي آئي اے كاميابې نجكارۍ نه پس مونږه يو پنځه كلنه منصوبه عمل كوو چې ترمخه يې حكومتي ادارې به شخصي څانګې ته سپارلې شي او په دې كښې ډسكوز٬جينكوز٬بينك٬انشورنس كمپنۍ اوا هوائي مېدانونه شامل دي٬په دې لړ كښې د درېو ډسكوز په وړومبي بيچ كښې نجكارۍ لپاره د خوښۍ لرلو نوټس جاري شوے دے۔ده ووئيل يو فعاله متحرك او سپيځلې د ټيكس انتظاميه د كوم هم رياست د معاشي خپلواكۍ ضمانت دے٬د ټيكس وصولۍ نه غېر د هېواد كاروبار ترسره كېدے نه شي او نه پرمختيائي كارونو لپاره وسائل وركړې كېدې شي۔دې لپاره ايف بي آر كښې كوټلې او پراخه اصلاحات روان دي۔ده ووئيل په ايف بي آر كښې د اصلاحاتو تراوسه نتيجې د ډاډ وړ دي٬مالي كال 23-2022 كښې د ايف بي آر كلنه ټيكس وصولي 7200 ارب روپۍ وه كومه چې روانو دريو كلونو كښې يوه په دوه زياته شوې٬د روان مالي كال تر آخر 1300 اربه روپو ته رسېدلې٬دا يوازې په محصولات كښې اضافه نه بلكې د پاكستان په ټيكس نظام كښې يو سټريكچرل بدلون دے٬زه دې ايوان ته وئېل غواړم چې د دې بدلون مشري وزيراعظم محمد شهباز شريف پخپله كوي څوك چې د اوونيزو غونډو پخپله مشري كوي او د پېشرفت جاج اخلي۔ده ووئيل د دې بدلون كوټلې نتيجې رامخې ته كيږي ٬ تر ټولو اول پروډكشن مانيټرنګ نظام دے چې پكښې مركزي ډيشبورډز٬ويډيو ايناليټكس او ټيمپئرنګ الرټس څخه مرسته اخستلې كيږي٬دا نظام په 27 سيمټ فيكټرو او 75 شوګر ملز نافذ شوے٬يوازې د دې دوه څانګو څخه د كال په بنياد 61 ارب روپۍ متوقع دې۔د دې نه ځانله په آرټپيشل انټلي جنس او مشين لرنينګ اډانه كمپلينس رسك منيجمنټ نظام د 840 څخه زياتو هائي رسك كيسز په ګوته كړي د كومو متوقع ټيكس ايمپيكټ چې نزدې 34 ارب روپۍ دے دغسې د فيس ليس كسټم اسسمينټ د لارې مونږ د درآمد كوونكو او كسټم افسرانو ترمينځه نيغ په نيغه رابطې كمې كړي چې ورسره نه يوازې فركنسائمينټ محصولات زيات شوي بلكې د هراسمينټ او رشوت امكانات هم كم شوي دي ۔ده ووئيل راتلونكو مياشتو كښې پروډكشن مانيټرنګ نظام له تر نوو څانګو پراختيا وركولې شي چې پكښې ټيكسټائل٬مشروبات٬آئرين اينډ سټيل٬غوړي او د خوارك تيل٬ټائرز٬پيپرز او بورډ او نورې څانګې شاملې دي ٬ دا پراختيا د هېواد د منظم صنعت يوه لويه برخه احاطه كوي۔د خزاني وفاقي وزير ووئيل د ټولو اصلاحاتو او اقداماتو حتمي مقصد د يو داسې ټيكس نظام ترلاسه كول وو كوم چې سپيځلے وې او كوم چې د ډيټا په مرسته د ټيكس غلا مخ نيوې وكړي او د انسپكټر صوابديد او آربيټريري ايكشن په ځاے ډاكومنټېشن او كمپلينس د لارې محصولات كښې اضافه ممكن كړي۔زمونږ دا هڅه يوازې د زيات ټيكس ترلاسه كولو ذريعه نه بلكې د رياست او وګړو ترمينحه د دې بنيادي سماجي رشتې تجديد دے چې پكښې د وګړو په رياست باور بحال شي او رياست د وګړي د محنت احترام وكړي۔دا هغه بنياد دے په كوم چې د پاكستان د سباؤن ټول معيشت اودريږي۔










