د پي اېس ډي پي له مخې د پاکستان اټامک انرجی کمېشن پرمختيائي منصوبو لپاره په مجموعي توګه  1,335 ملين روپۍ بېلې كړې شوې

  اسلام آباد۔12جون (اے پی پی) وفاقي حكومت د مالي كال 27-2026 سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام پی اېس ډی پی له مخې د پاکستان اټامک انرجی کمېشن پرمختيائي منصوبو لپاره په مجموعي توګه  1,335 ملين روپۍ بېلې كړې دي۔ د پی اېس ډی پی 27-2026 له مخې د نائیلوپ پی آئی ای اے اېس (NILOP-PIEAS) اېمرجنګ ټېکنالوجیز سېنټر منصوبې لپاره د مال كال بجټ كښې 635 ملین روپۍ بېلې كړې …

 

اسلام آباد۔12جون (اے پی پی) وفاقي حكومت د مالي كال 27-2026 سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام پی اېس ډی پی له مخې د پاکستان اټامک انرجی کمېشن پرمختيائي منصوبو لپاره په مجموعي توګه  1,335 ملين روپۍ بېلې كړې دي۔ د پی اېس ډی پی 27-2026 له مخې د نائیلوپ پی آئی ای اے اېس (NILOP-PIEAS) اېمرجنګ ټېکنالوجیز سېنټر منصوبې لپاره د مال كال بجټ كښې 635 ملین روپۍ بېلې كړې شوي۔ په دې منصوبه د مجموعي لګښت  اندازه 2,891 ملین روپۍ ده۔ دغسې میډیکل آئسوټوپس (Lutetium & Technetium) فېسلیټی منصوبې له 390 ملین روپۍ بېلې كړې شوي د او د دې  د مجموعي لګښت 1,638 ملین روپۍ ده ۔ موسمیاتی بدلونونو سره د هم آهنګ سمارټ هائبرډ قسمونو تيارۍ له سپیډ بریډنګ پلېټ فارم منصوبې لپاره په پی اېس ډی پی كښې 200 ملین روپۍ اېښودلې شوي ۔ په دې سكيم مجموعي لګښت 990 ملین روپۍ دے۔ د کراچی کوسټل پاور پروجېکټ (یونټ 1 او 2)  له بجټ كښې 10 ملین روپۍ بېلې كړی شوي دي۔ دغسې مروت رېنج كښې د رېډیو اېکټو منرلز لټولو نوې غېر منظور شوې منصوبې له په پي اېس ډي پي كښې 100 ملین روپۍ اېښودلې شويدي او په دې د مجموعي لګښت اندازه 850 ملین روپۍ ده

مزید خبریں