د كشمير اولس زمونږ خپل اولس دے ٬د هغوي د مسئلو حل او د حقونو تحفظ ته وړومبې پام لرنه كېږي ٬معاملې ته سياسي رنګ وركول خفګاني دے۔ډاكټر طارق فضل چوهدري

  اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي  د كشمير اولس زمونږ خپل اولس دے٬د هغوي مسئلو حل كولو او د حقونو  تحفظ ته وړومبې پام لرنه كېږي  ٬حقائق نظر انداز كولو سره دې معاملې ته سياسي رنګ وركول او دا د تحريك انصاف سياسي بيانيې برخه جوړول افسوسناك دي۔د زيارت په ورځ د كے پي وزيراعلٰی سهيل آفريدي ته ځواب …

 

اسلام آباد 11 جون(اے پی پی)د پارليماني چارو وفاقي وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئېلي دي  د كشمير اولس زمونږ خپل اولس دے٬د هغوي مسئلو حل كولو او د حقونو  تحفظ ته وړومبې پام لرنه كېږي  ٬حقائق نظر انداز كولو سره دې معاملې ته سياسي رنګ وركول او دا د تحريك انصاف سياسي بيانيې برخه جوړول افسوسناك دي۔د زيارت په ورځ د كے پي وزيراعلٰی سهيل آفريدي ته ځواب كښې ده ووئيل  حقيقت دا دے چې حكومت د مسئلې حل لپاره ګڼ څو وارې خبرې كړي٬حكومت اړوندو استازو  سره پرله پسې رابطه كښې دے او معاملات د د خبرو د لارې مخ په وړاندې بوتللو له هر ممكن هڅه شوې ٬ په ځينو غوښتنو پېشرفت هم شوے او د خبرو دروازې نن هم پرانستې دي۔ده ووئېل  د  تحريك انصاف قيادت له ياد ساتل پكار دي چې كله هغوي په اقتدار كښې وو نو سياسي مخالفين٬خبريالانو او احتجاج كوونكو سره د هغوي رويه ټول قام  ليدلې ٬نن هغه ګوند په هره معامله سياسي ګټې لپاره د  حقائق پټولو هڅه كوي

مزید خبریں