د بېلو كلتورونو او قامونو ترمينځه احترام ٬ زغم او رغنده تړون ته وده وركول نړيوال امن ٬ استحكام او ګډ پرمختګ لپاره ضروري دي: سردار اياز صادق

  اسلام آباد۔9جون (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د بېلو كلتورونو او قامونو ترمينځه احترام ٬ روادارۍ او رغنده تړون ته وده وركول نړيوال امن ٬ استحكام او ګډ پرمختګ لپاره ضروري دي٬ په روانو نړيوالو حالاتو كښې د اختلافات او شخړو حل لپاره د تصادم په ځائې مکالمې، سفارتکارۍ او د همكارۍ لاره خپلولو ته اړتيا ده۔ ده د دې خيالاتو …

 

اسلام آباد۔9جون (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق وئيلي دي چې د بېلو كلتورونو او قامونو ترمينځه احترام ٬ روادارۍ او رغنده تړون ته وده وركول نړيوال امن ٬ استحكام او ګډ پرمختګ لپاره ضروري دي٬ په روانو نړيوالو حالاتو كښې د اختلافات او شخړو حل لپاره د تصادم په ځائې مکالمې، سفارتکارۍ او د همكارۍ لاره خپلولو ته اړتيا ده۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د كلتورونو ترمينځه د مذاكراتو نړيوالې ورځې په موقع خپل پېغام كښی وكړه كومه چې هر كال په 10 جون ګرده نړۍ كښې لمانځلې شي۔ سپيكر ووئيل پاكستان تل په نړيواله كچه د امن ٬ زغم ٬ بېن المذاهب همغږۍ او دوه اړخيزه احترام ته د ودې وركولو علمبردار پاتے شوے دے۔ په روانو نړيوالو حالاتو كښې د اختلافات او شخړو حل لپاره د تصادم په ځائې مکالمې، سفارتکارۍ او د همكارۍ لاره خپلولو ته اړتيا ده۔ سپيكر زياته كړه چې پارلیمان د اولس نمائندګي كوونكې غږ دے كوم چې همغږۍ ٬ احترام او په زړه پورې اړيكو ته وده وركولو مهم رول لوبولې شي۔ ده ووئيل په قومي اسمبلۍ كښې 103 پارلیمانی فرېنډشپ ګروپس د ګردې نړۍ پارليمانونو سره رابطو ته وده وركولو او ګډ پرمختګ او تلپاتے امن ترلاسه كولو له مؤثر كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل په منځني ختيزه كښې په كړكېچونو حالاتو كښې پاكستان مذاكرات او افهام وتفهيم ته وده وركولو له مثبت او فعاله كردار ترسره كړو۔ سپيكر ووئيل د هند پاكستان تاؤ تريخوالي په مهال هم پاكستان مسؤولانه چلند څرګندولو سره پهلګام پېښې حوالې سره د سپېځلې تحقيقاتو پېشكش وكرو۔ ده ووئيل د  وزیرِ اعظم شهباز شریف مدبرانه مشرتابه او د ر چیف آف ډیفنس فورسز فیلډ مارشل سید عاصم منیر زيركې حكمت عملۍ د پاكستان دريځ په نړيواله كچه څرګندولو كښې مهم كردار ترسره كړو د كوم چې ګردې نړۍ اعتراف وكړو۔ ده د كشمير او فلسطين مسئلو د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې او په سولييزډول د حل كولو په حاجت زور راوړو۔سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل د هند لخوا د سندھ لوظنامې ځنډول د نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزي ده۔ ده دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به نړيوال امن او رغنده سفارت كارۍ ته وده وركولو له خپل مثبت كردار جاري ساتي

مزید خبریں