اسلام آباد 09 جون (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي د پاکستان او روسيه ترمينځه اړيكي په مهال په ښكاره ډول قوي كيږي او دواړه هېوادونه تر 2030ء د اقتصادي مرستي كوټلي پروګرام په لاس ليك كولو متفق شوې دي كوم به چې دوه اړخييزه اقتصادي رابطو ته نوې اړخ وركولو كښې مرستياله ثابت شي۔ د نهي په ورځ د ’’بدل شوې …
د پاکستان او روسيه ترمينځه اړيكي په ښكاره ډول قوي كيږي: د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاړي
اسلام آباد 09 جون (اے پي پي)د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري وئيلي دي د پاکستان او روسيه ترمينځه اړيكي په مهال په ښكاره ډول قوي كيږي او دواړه هېوادونه تر 2030ء د اقتصادي مرستي كوټلي پروګرام په لاس ليك كولو متفق شوې دي كوم به چې دوه اړخييزه اقتصادي رابطو ته نوې اړخ وركولو كښې مرستياله ثابت شي۔ د نهي په ورځ د ’’بدل شوې نړيوال نظام په تناظر كښې د پاکستان او روس دوه اړخيزه اړيكې‘‘ په سرخط وېبنار-1 ته وينا كښې وفاقي وزير ووئيل د تيرو دوو لسيزو په مهال د پاکستان او روس اړيكو مثبت، تعميري او په عملي بنيادونو په زړه پورے پيش رفت کړې دے۔نړيوال سياست كښې د رامخې ته شوې ساختي بدلونونو حواله وركولو سره وفاقي وزير ووئيل د سوويت دور راهسې پاتي بې باوري وخت سره سره ختمه شوې۔ ده ووئيل د تجارت، توان ، دفاع او ټيکنالوجۍ پشمول بيلو څانګو كښې مرستي ته ودي وركولو كښې د دواړو هېوادونو اعلیٰ قيادت په زړه پوري كردار ترسره كړې كوم چې د وزيراعظم شهباز شريف او روس صدر ولاديمير پيوټن ترمينځه شوي ملاقاتونه څخه څرګند دے۔ ده ووئيل دوه اړخيزه مرسته د بېل اداره جاتي فريم ورك د لارې نوره هم مستحکم شوې چې پكښې د سلامتيا په اړه مشاورت،تزويراتي استحکام، د ترهه ګرۍ مخنيوې او نورو څانګو كښې د مرستي باقاعده نظام شامل دے۔دواړو هېوادونو د ملګرو ملتونو او شنګھائي مرستي تنظيم پشمول په نړيوال فورمز هم شريكي همغږۍ سره يو كوټلې او کثير القطبي نړيوال نظام ودي لپاره شريك موقف اختيار کړې دې۔وفاقي وزير د سيمه ايزو رابطو ودې ته خاص اهميت وركولو سره ووئيل پاکستان نړيوال شمال-جنوب ټرانسپورټ کوريډور (آئي اين ايس ټي سي) كښې د شموليت خوښي لري۔ده د روس نائب وزيراعظم اليکسے اوورچوك د هغه بيان هركلے وكړو چې پكښې هغه دا کوريډور د پاکستان د ګوادر بندرګاه سره د تړلو تجويز وړاندې كړې و۔ ده ووئيل تيرو ورځو كښې په بشکيك كښې د روس-پاکستان ري ايډميشن په معاهده لاس ليك هم يو مهم پيش رفت دے چې په نتيجه كښې به ئې وېزا سهولتونو كښې ښه والې شي، کاروباري رابطو ته به وده ترلاسه شي او په اولسي كچه تبادلې به نورې هم زياتې شي۔












