د ملي بیانیې په مؤثر ډول رسولو، د کره معلوماتو په وخت چمتو کولو او د هند د منفي پروپېګنډې په مخنیوي کښې د اطلاعاتو او پي آئي ډي رول د ستائنې وړ دے: فېصل كريم كنډي

  اسلام آباد۔9 جون(اے پی پی)ګورنر فېصل کریم کنډي د ملي بیانیې په مؤثر ډول رسولو ، د کره معلوماتو په وخت چمتو کولو او د هند د منفي پروپېګنډې په مخنیوي کښې د اطلاعاتو او پي آئي ډي رول ستائلو سره وئيلي دي چې د ملي ګټو ساتنې لپاره د ادارې خذمات د ستاینې وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د پی آئی ډي …

 

اسلام آباد۔9 جون(اے پی پی)ګورنر فېصل کریم کنډي د ملي بیانیې په مؤثر ډول رسولو ، د کره معلوماتو په وخت چمتو کولو او د هند د منفي پروپېګنډې په مخنیوي کښې د اطلاعاتو او پي آئي ډي رول ستائلو سره وئيلي دي چې د ملي ګټو ساتنې لپاره د ادارې خذمات د ستاینې وړ دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د نهې په ورځ د پی آئی ډي دورې په موقع خپلو خبرو كښې وكړه۔ د ګورنر آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې ګورنر د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) اسلام آباد دوره وكړه۔ د پي پي پي مركزي سېكرټري اطلاعات نديم افضل چن هم ده سره و۔ پرنسپل انفارمېشن آفيسر مبشر حسن تمغه امتياز ګورنر ته هركلے ووے۔ د دورې په مهال ګورنر د دارې د كاركردكۍ ٬ ذمه وارو او د دې بېلو څانګو حوالې سره بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقعه په ځايي او نړيواله كچه د حكومتي پالېسيو او قومي بيانيې په مؤثر ډول رسولو كښې د ادارې په كردار هم رڼا واچولې شوه۔ ګورنر ووئيل چې د اسلام او رياست په ضد د منفي او بې لارې كوونكې بيانيې مؤثر ځواب وركولو په لړ كښې د ادارې كردار د ستائنې وړ دے۔ ده د معركه حق آپرېشن بنيان مرصوص په مهال په داخلي او نړيواله كچه د هند د دروغو پروپېګنډې مؤثره مقابله كولو كښې د پي آئي ډي او د دې د ذېلي ادارو مثبت ٬ متحرك او جاندار كردار مثالي ګرځولو سره پی آئی او مبشر حسن تمغه امتیاز او د هغه ټولې ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ پی آئی او مبشر حسن ګورنر ته ووئيل چې په پېښور كښې هم ډيجيټل سېل جوړولې شي۔ په دې ګورنر ووئيل چې دا په موجوده دور كښې ډيجيټل مېدان كښې برتري زياته ضروري ده او دا پي آئي ډي دا پرېكره به په زړه پورې نتيجې ولري۔ ده ووئيل د ملي ګټو تحفظ ٬ په حقائقو د اډانه معلوماتو رسولو او د پاكستان دريځ نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كولو كښې د اطلاعاتو وزارت مهم او مؤثر كردار لوبولے دے

مزید خبریں