د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير سره د برتانيې هائي كمشنر ملاقات

  اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ په اسلام آباد كښې ملاقات كړې۔د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د ګرين كمپېكټ په عملي كولو او د راتلونكي په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګرين …

 

اسلام آباد 09 جون (اے پی پی) د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك سره په پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر جين ميريټ په اسلام آباد كښې ملاقات كړې۔د نهې په ورځ د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د ګرين كمپېكټ په عملي كولو او د راتلونكي په تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګرين كمپېكټ د برتانيې او د پاكستان ترمينځه د 35 ملين پاؤنډ ماليت د موسمياتي همكارۍ فريم ورك دے د كوم مقصد چې په پاكستان د موسمياتي بدلون د زيات شوې اثراتو مخ نيوې او موسمياتي مزاحمت قوي كول دي۔ د ملاقات په مهال د برتانيې هائي كمشنر وفاقي وزير ته د ګرين كمپيكټ ايكشن پلان په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك ووئيل چې د ګرين كمپېكټ له مخې داسې اقدامات او منصوبې جوړول پكار دي كوم چې اولس لپاره موثره او تلپاتې نتيجې وركړي۔ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د برتانيې هائي كمشنر ته اسلام آباد كښې د ګرين پوهنتون جوړولو په لړ كښې د شوي پېشرفت په اړه ووئيل۔

مزید خبریں