اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير اېم جنېد انوار چوهدری سره د پاکستان کرکٹ ټیم لوبډلې پخواني كپتان شاهد آفریدی ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاکستان بندر ځايونو او سپورټس سېكټر ترمينځه همكارۍ ته په پراختيا وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير لوبو ته وده وركولو له د بندرګاهي ادارو مرستې باور وركولو سره وويل چې د پاكستان بندر ځايونه …
وفاقي وزير جنېد انوار چوهدري سره د شاهد آفريدي ملاقات ، په کوسټل اسپورټس اېنډ اوشین اویئرنس ډرائیو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔9جون(اے پی پی) د سمندري چارو وفاقي وزير اېم جنېد انوار چوهدری سره د پاکستان کرکٹ ټیم لوبډلې پخواني كپتان شاهد آفریدی ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاکستان بندر ځايونو او سپورټس سېكټر ترمينځه همكارۍ ته په پراختيا وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په ملاقات كښې وفاقي وزير لوبو ته وده وركولو له د بندرګاهي ادارو مرستې باور وركولو سره وويل چې د پاكستان بندر ځايونه او ساحلي انفراسټركچر په هېواد كښې لوبو ته وده وركولو او د دې بقا كښی مهم كردار ترسره كولے شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د بلیو اکانومی وژن لاندې اسپورټس ډوېلپمنټ هم شاملېدې شي كومو لپاره چې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ د لارې کوسټل اسپورټس اکېډمیز، کرکټ ټرېننګ سېنټرز او ځوانانو لپاره خصوصي پروګرامونه كېدې شي۔ ده ووئيل د پاكستان په ساحلي پټۍ كښې اسپورټس ټورازم او په ګراس روټ كچه كركټ ته د ودې وركولو بې شمېرې موقعې موجود دي۔ په ملاقات كښې کراچۍ، ګوادر او نورو بندرګاهي ښارونو كښې د کوسټل اسپورټس اېنډ اوشین اویئرنس ډرائیوز په پیل كولو هم غور وكړے شو۔ د ملاقات په پايه كښې په دې خبره اتفاق وشو چې د بحری او اسپورټس سېکټر ترمينځه همكارۍ له به يو بشپړ روډ مېپ جوړولے شي چې مقصد يۍ د پاکستان بلیو اکانومی وژن قومي كولاو د لوبو د لارې سماجي همغږۍ او ماحولياتي شعور ته وده وركول دي









