ملګري ملتونه ۔9 جون(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې د ټی ټی پی او نورو ترهګرو ډلو افغان خاورې څخه كارروايۍ روانې ساتلې دي ، ده خبردارې وركړو چې د ضرورت له مخې به پاكستان په خپله دفاع كښې د كوم هم بريد ځواب وركوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په سلامتي كونسل كښې د افغانستان …
د خپل هېواد خلاف د ترهګرۍ په كارروائيو به غلې نه پاتې كيږو، د ضرورت له مخې به په خپله دفاع كښې د كوم هم بريد ځواب وركوو: د پاكستاني مندوب په سلامتي كونسل كښې خطاب

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔9 جون(اے پی پی) پاکستان د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته وئيلي دي چې د ټی ټی پی او نورو ترهګرو ډلو افغان خاورې څخه كارروايۍ روانې ساتلې دي ، ده خبردارې وركړو چې د ضرورت له مخې به پاكستان په خپله دفاع كښې د كوم هم بريد ځواب وركوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد په سلامتي كونسل كښې د افغانستان په ناوړه شوي صورتحال د بحث په مهال ووئيل مونږ به د خپل هېواد خلاف د ترهګرۍ په كارروائيو غلې نه پاتې كيږو۔ ده ووئيل د پاكستان په ضد ترهګر بريدونه سوا شوي دي په كومو كښې چې د زياتره منصوبه بندي په افغانستان كښې شوې ده۔ ده ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې طالبانو ترهګرو ډلو ته د سرپټولو ځايونه وركولو لاره يو وارې بيا اختيار كړې ده۔ ده ووئيل د دې ناوړه صورتحال باوجود پاكستان خبرو اترو لپاره چمتو دے۔ پاكستاني استازي ووئيل طالبان ته د شخړو دوستانه حل مشوره وركولو له يو شمېر سفارتي هڅې وكړې شوې۔ په دې پاكستان د قطر ٬ تركيه ٬ سعودي عربستان او په دې وروستيو كښې د چين مننه كوي۔ ددې باوجود د طالبان پرله پسې ضد او تردے چې د ټي ټي پي او بلوچستان لبرېشن آرمي په څير د ترهګرو غندنې څخه انكار هم زيات د پرېشانۍ وړ دے۔ ده دا خبره هم په ډاګه كړه چې د افغان پولې بندش سره د بشري مرستې نقل وحركت نه اعېزمن كيږي۔ پاكستان د بشري خواخوږۍ لاندې افغانستان د لېږلې كېدونكي سامان پروسېسنګ كښې مرسته كوي ، د افغانستان طالبان حکومت پوله خپل اړخ ته بنده ساتي۔ ده ووئيل پاكستان او افغانستان د جغرافیې ، ژورو خپلولو ٬ عقیدې او كلتورو په خپلولو تړلي دي۔ پاكستاني استازي ووئيل چې طالبان څخه غوښتنه ساده او ښكاره ده او هغه د ترهګرو په ضد د تصديق كارروائي ده۔ هيله لرو چې طالبان به دا خبره جدي واخلي۔ دې څخه وړاندې افغانستان لپاره خصوصي استازې او د ېو اېن اے اېم اے آفیسر انچارج جارجټ ګېګنن ووئيل چې كال 2023 څخه تر دې دمه نزدې 5.9 ملین افغان وګړي هېواد ته بېرته راغلې دي۔ په افغانستان كښې نيمې څخه د زياتې آبادۍ عمر 25 كلونو څخه كم دے او ځوانانو لپاره د روزګار محدود امكانات ، كورني آمدن كښې كمې او ماحولياتي مسائل ملكي معيشت ته زيان رسوي۔ د يوې اندازې له مخې 7 څخه تر د 18 كالو 3.8 ملين انجونې سكول ته نه ځي۔ دې ووئيل د پولې بند پاتې كېدو او امنيتي پېښو دلاسه د افغانستان او پاكستان ترمينځه اړيكې كړكېچنې دي۔ بياهم د دوحه عمل شريكانو له به په لازمي توګه مذاكرا جاري ساتل وي۔









