اسلام آباد 09جون (اے پی پی)د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي چې په پاكستان كښې هر كال نزدې 56 لكه څخه زيات ماشومان پېدا كيږي او په آبادۍ كښې په تندۍ سره اضافه تر ټولو لوے چېلنج جوړ شوے دے۔ د آبادۍ استحكام قومي پروګرام (2026-35) په اړه راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل حكومت آبادۍ كښې زياتوالي مخ نيوي لپاره عملي …
تندۍ سره زياتېدونكې آبادي تر ټولو لوے چېلنج جوړ شوے٬د قومي روغتيا وفاقي وزير
اسلام آباد 09جون (اے پی پی)د قومي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي چې په پاكستان كښې هر كال نزدې 56 لكه څخه زيات ماشومان پېدا كيږي او په آبادۍ كښې په تندۍ سره اضافه تر ټولو لوے چېلنج جوړ شوے دے۔ د آبادۍ استحكام قومي پروګرام (2026-35) په اړه راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې ده ووئيل حكومت آبادۍ كښې زياتوالي مخ نيوي لپاره عملي اقدامات كوي او په دې لړ كښې په قومي كچه كوټلې تګلاره عملي كوي۔ ده ووئيل ځوانان د سركاري ملازمتونو پشمول بيلو څانګو كښې ستونزو سره مخ دي۔ د غونډې په مهال چارواكو بريفنګ كښې ووئيل كه د آبادۍ موجوده رفتا روان پاتے شو نو د پاكستان آبادي به 2050 پورې 39 كروړه ته رسېدې شي۔ په دې موقع د روغتيا وفاقي وزير زور راوړو چې د آبادۍ د استحكام قومي هدف ترلاسه كولو لپاره سياسي عزم٬بين الصوبائي همغږۍ٬موثره پالېسۍ او مطلوبه وسائل رسول ضروري دي۔ په دستوره كښې شريك پرمختيائي همكارانو د پاكستان د آبادۍ استحكام ايجنډې ملاتړ جاري ساتلو عزم څرګندونه وكړه او د استحكام آبادي قومي پروګرام 2026-35 هدفونو ترلاسه كولو كښې يۍ د مرستې باور وركړو۔








