اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره امريكائي نظام الامور نېټلي بېكر په ګورنر ھاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې د معدنيات ٬ سياحت ٬ توان ٬ صحت او تعليم په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو خبرې وشوې۔ ګورنر ووئيل خېبر پښتونخوا …
ګورنر فېصل كريم كنډي سره د امريكائي ناظم الامور نېټلي بېكر ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي سره امريكائي نظام الامور نېټلي بېكر په ګورنر ھاؤس اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ د ګل په ورځ د ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې په خېبر پښتونخوا كښې د معدنيات ٬ سياحت ٬ توان ٬ صحت او تعليم په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په موقعو خبرې وشوې۔ ګورنر ووئيل خېبر پښتونخوا بلها قيمتي او ناياب معدني وسائل لري په كومو كښې چې د سرمايه كارۍ موقعې موجود دي۔ دوئي د قبائلي ضلعو او خېبر پښتونخوا ځوانانو لپاره تعليمي اسكالرشپس ته په وده وركولو هم خبرې وكړې۔ په دې مهال د پاكستان او امريكا ترمينځه په خېبر پښتونخوا كښې په پرمختيائي همكارۍ او سرمايه ته په وده وركولو اتفاق وكړے شو۔ امريكائي ناظم الامور د خېبر پښتونخوا ځوانانو ته عصري تربيه او هنر وركولو كښې خوښي ښكاره كره۔ ګورنر امريكا ته د خېبر پښتونخوا د معدنيات ٬ سياحت ٬ توان او صحت په څانګو كښې د سرمايه كارۍ بلنه وركړه۔ ملاقات كښې په صوبه كښې د امن په روانه وضعه هم خبرې وشوې۔ په دې مهال صوبو كښې د لوبو په مېدان كښې موجود ټېلنټ ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه هم وشوه۔ ګورنر ووئيل خېبر كركټ ليګ په جولائي كښې كولې شي۔ ګورنر پېښور كښې د امريكائي قونصل خانې په بندش اندېښنه ښكاره كره۔ امريكائي ناظم الامور ګلګت بلتستان كښې ټاكنو كښې د پي پي پي په كاميابۍ ګورنر له مباركي وركړه۔ ګورنر د امركائي نظام الامور په درناوي كښې د غرمې ډوډۍ مېلمستيا وكړه۔(










