فیصل آباد/چنیوټ 07 جون (اے پي پي) د سرمایه كارۍ بورډ وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ وئيلي دي د پاکستان او چین ترمينځه اقتصادی، تجارتي او سرمایه كارۍ اړيكو يو نوې دور پيل كيږي او اوسنو كښې د اعلیٰ پائې کاروباري رابطو په نتيجه كښې ترسره شوي ګڼي لوظنامی، مفاهمتی یادداښتونه او شريكې پروژې به نه يواځې د هېواد معیشت، صنعت، زراعت او ټیکنالوجي په څانګو كښېد انقلابی بدلون …
چین سره د نوي تجارتي او سرمایه كارۍ لوظنامی د پاکستان معاشی تقدیر بدلولې شي۔قیصر احمد شیخ

مزید خبریں
فیصل آباد/چنیوټ 07 جون (اے پي پي) د سرمایه كارۍ بورډ وفاقی وزیر قیصر احمد شیخ وئيلي دي د پاکستان او چین ترمينځه اقتصادی، تجارتي او سرمایه كارۍ اړيكو يو نوې دور پيل كيږي او اوسنو كښې د اعلیٰ پائې کاروباري رابطو په نتيجه كښې ترسره شوي ګڼي لوظنامی، مفاهمتی یادداښتونه او شريكې پروژې به نه يواځې د هېواد معیشت، صنعت، زراعت او ټیکنالوجي په څانګو كښېد انقلابی بدلون او نوې پیش رفت بنیاد جوړ شي بلكه پاکستان به په سيمه كښې د سرمايه كارۍ يو قوي مرکز په توګه رامخې ته كولو كښې هم مهم کردار ترسره كړي،وزیراعظم په خاص سپارښتنه او حکومتی معاشی وژن ترمخه د چين سره د مرستي نوي لاري پرانستلې كيږي د كومو نتيجې به چې راتلونكي وخت كښې په قامی معیشت مرتب شي۔ده انجمن اسلامیه چنیوټ په ملرسته فری میډیکل کیمپ دورے په موقع ميډيا سره خبري كولې۔په دې موقع د ژوند بيلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان ، سماجی شخصیات، طبی پوهان ، ځائې لارښود او ګڼ شمير وګړي موجود وو۔ وفاقی وزیر د کیمپ د بيلو څانګو دوره وكړه،د رنځورانو تپوس پوښتنه ئې وكړه او هغوي له د وركړې كيدونكي طبی آسانيو جاج ئې واخست۔ده ووئيل بورډ آف انویسټمنټ او اسپیشل انویسټمنټ فیسلیټېشن کونسل (ایس آئی ایف سی) په اشتراك سره چین كښې د پاکستان او چینائي سرمایه كارو او کاروباری شخصیات ترمينځه بی ټو بی ملاقاتونه شوي د كومو چې ښي نتيجې ترلاسه شوي۔










