اسلام آباد 7 جون (اے پي پي) د امريکې د آزادۍ دوه نيم سوه كاله په تر سره كيدو د خوشحالۍ په موقع اسلام آباد كښې د امريكې په سفارتخانه كښې د ’’امريکا 250 ‘‘ په سرخط يوه دستوره وشوه چې پكښې د امريكې د جمهوريت دوه نيم سوه كاله په تر سره كيدو او پاك امريكا پخوانۍ شراكت دارۍ ته پيرزوئنې وړاندې شوي، دستوره د امريكې د آزادۍ …
د امريکی په سفارتخانه كښې د امريکی د جمهوریت په250 کاله تر سره کیدو دستوره،د دواړو هېوادونو پخوانۍ شراکت دارۍ ته پيرزونئې
اسلام آباد 7 جون (اے پي پي) د امريکې د آزادۍ دوه نيم سوه كاله په تر سره كيدو د خوشحالۍ په موقع اسلام آباد كښې د امريكې په سفارتخانه كښې د ’’امريکا 250 ‘‘ په سرخط يوه دستوره وشوه چې پكښې د امريكې د جمهوريت دوه نيم سوه كاله په تر سره كيدو او پاك امريكا پخوانۍ شراكت دارۍ ته پيرزوئنې وړاندې شوي، دستوره د امريكې د آزادۍ ورځي د جشن برخه ده چې ورسره د دواړو هېوادونو ترمينځه د ګڼ اړخيزه اړيكو عكاسي كيږي، د پاکستان د ژوند د بيلو څانګو سره تعلق لرونكو ميلمنو فريډم ټو ففټي جشن كښې ګډون وكړو چې پكښې سرکاري چارواكي، کاروباري شخصيات ،د سول سوسائټۍ نمائندګان ، تعليمي پوهان او كلتوري شخصيات شامل وو۔د امريکې د سفارت خانے له مخې په دې دستوره كښې د ميلمنو ګډون د پاکستان او امريکې اړيكو اهميت رامخې ته كړو۔د امريکې ناظم الامور نيټلي بيکر د فريډم 250 په اهميت رڼا اچولو سره ووئيل د آزادۍ دوه نيم سوه كاله په پوره كيدو دستوره نه يواځې د امريکې د تاريخ لويه كاميابي ده بلكه آزادي، جمهوريت او اشتراک د هغه شريكو اقدارو جشن هم دې كوم چې پاکستان او امريکا يو بل ته رانزدې كوي۔










