د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د ډسکوز نجکارۍ عمل نګراني كوونكې اسټيئرنګ كمېټۍ غونډه

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د ډسکوز نجکارۍ عمل نګراني كوونكې اسټيئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته د نجكارۍ سلاكار کمېټی د بېچ-اوّل ډسکوز (IESCO، FESCO او GEPCO) نجکارۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ كمېټۍ په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره نجكاري كمېشن ته هدايت وكړو …

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير اسحاق ډار په مشرۍ كښې د جمعې په ورځ د ډسکوز نجکارۍ عمل نګراني كوونكې اسټيئرنګ كمېټۍ غونډه وشوه۔ د نائب وزيراعظم آفس څخه د جاري شوي بيان له مخې غونډې ته د نجكارۍ سلاكار کمېټی د بېچ-اوّل ډسکوز (IESCO، FESCO او GEPCO) نجکارۍ په اړه بريفنګ وركړو۔ كمېټۍ په پېشرفت د اطمينان څرګندونه كولو سره نجكاري كمېشن ته هدايت وكړو چې دا عمل دې ټاكلي ټائم لائنز كښې بشپړ كړے شي۔ نائب وزیرِاعظم په دې خبره زور راوړو چې د نجکارۍ  مقصد هر څو كه كاركردګي ٬ د خذماتو رسنه او مالياتي پائيداري ښه كولو دي ، بياهم د صارفينو د ګټو تحفظ ٬ شفافيت باوري كولو او جوابدھی په ځاې ساتلو له يو مضبوط رېګولېټري فرېم ورك او مؤثره نګراني ضروري ده۔ په غونډه كښې د توان وفاقي وزير ، د نجكارۍ سلاكار ٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه ٬ د پاور ډويژن سېكرټري او د نورو اړوندو  او وزارتونو اعلې چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں