اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) په پاكستان كښې د وفاقی جمهوریه ایتھوپیا سفیر ډاکټر عمر حسېن اوبا سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سېنېټ چيِئرمېن سفير ته هركلي ويلو سره د ايتھوپيا مشرتابه او اولس لپاره دنېكو هيلو څرګندونه او د پاكستان ددې عزم پخلے وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په …
د وفاقي جمهوريه ایتھوپیا سفیر ډاکټر عمر حسېن اوبا سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔5جون (اے پی پی) په پاكستان كښې د وفاقی جمهوریه ایتھوپیا سفیر ډاکټر عمر حسېن اوبا سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د هغه په استوګنه ملاقات وكړو۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د سېنېټ چيِئرمېن سفير ته هركلي ويلو سره د ايتھوپيا مشرتابه او اولس لپاره دنېكو هيلو څرګندونه او د پاكستان ددې عزم پخلے وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په شريك احترام ٬ ګټو ٬ امن ٬ سوكالۍ او د تلپاتي پرمختګ ګډ وژن په بنياد ولاړې پخوانۍ او د ملګرتيا اړيكې به لا مضبوطولې شي۔ ده ووئيل شهید ذوالفقار علی بھټو په كال 1973ء كښې د ایتھوپیا تاریخی دورې په موقعه په اديس ابابا كښې د پاكستاني سفارت پرانستې دلارې ددواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې مضبوطولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده د ایتھوپیا پارليماني سپيكر ته سره د پلاوي د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ ده ووئيل د اعلی كچې دورو تبادلې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمې شي۔ په دې موقع سفير ډاکټر عمر حسېن اوبا په كوربتوب كولو د سېنېټ چيئرمېن مننه كولو سره د پاكستان لخوا ايتھوپيا او افريقي براعظم سره زياتېدونكې همكاري وستائله۔








