اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د لږو پرمختګ كړو سيمو پرمختګ او سوكالۍ ته حكومت پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم محمد شهباز شريف د قبائيلي سيمو په اړه خپل خاص مرستيال مبارك زيب سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات كولو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې …
د لږو پرمختګ كړو سيمو پرمختګ او سوكالۍ ته حكومت پام لرنه كوي۔د وزيراعظم محمد شهباز شريف د قبائيلي سيمو خاص مرستيال مبارك زيب سره خبرې
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د لږو پرمختګ كړو سيمو پرمختګ او سوكالۍ ته حكومت پام لرنه كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم محمد شهباز شريف د قبائيلي سيمو په اړه خپل خاص مرستيال مبارك زيب سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ ده سره ملاقات كولو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې خاص مرستيال مبارك زيب د باجوړ ضلعې تعليمي ادارو لپاره د 5 بسونو په وركولو د وزيراعظم مننه وكړه۔د وزيراعظم په سپارښتنه د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزارت د دغه بسونو انتظام کړے دے كوم چې خاص مرستيال ته سپارلې شوي دي ۔ملاقات كښې د اړوندې سيمي په چارو هم خبرې وشوي۔






