اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په برآمدات اډانه پرمختيائي اهداف سر كولو ته پام لرنې كولو سره وئيلي دي د نېشنل ټیرف کمېشن فعاله او سپېځلې کارکردګي د هېواد صنعت، تجارت او سرمایه كارۍ ودې له ضروري ده۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د معیشت …
د نېشنل ټیرف کمېشن فعاله او سپېځلې کارکردګي د هېواد صنعت، تجارت او سرمایه كارۍ ودي له ضروري ده۔ وزیراعظم
اسلام آباد 04 جون (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف په برآمدات اډانه پرمختيائي اهداف سر كولو ته پام لرنې كولو سره وئيلي دي د نېشنل ټیرف کمېشن فعاله او سپېځلې کارکردګي د هېواد صنعت، تجارت او سرمایه كارۍ ودې له ضروري ده۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې د معیشت مجموعی پرمختګ او په دې اړه د نېشنل ټیرف پالیسی 30 ۔ 2025 نفاذ په اړه مهمه غونډه وشوه۔په غونډه كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار ، د قانون و انصاف وفاقی وزیر اعظم نذیر تارړ، د موسمیاتی بدلون وفاقی وزیر مصدق ملك، د اقتصادی چارو وفاقی وزیر احد خان چیمه ، د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزیب، د پټرولیم وفاثقي وزير علی پرویز ملك ، د خزاني وزیر مملکت بلال اظهر کیانی ، د وزیراعظم خاص مرصستيال هارون اختر او اړوندو اعلیٰ سرکاری افسران ګډون وكړو۔په غونډه كښې نېشنل ټیرف پالیسی 30 ۔ 2025 نفاذ په اړه بریفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول نېشنل ټیرف پالیسی 30 ۔ 2025 ترمخه بيلو څانګو لپاره ټیرف كښې مرحله وار كمے به راوستلے شي چې مقصد ئې په برآمدات اډانه د اقتصادی پرمختګ اهداف سر كول دي، د لاجسټك څانګي پرمختك او ودې لپاره به په رییفرز کنټېنرز او سیمی ټریلرز لګولې شوي ډیوټیز ختمولې شي،۔وزیراعظم ووئيل د نېشنل ټیرف کمېشن فعاله او سپېځلې کارکردګي د هېواد صنعت، تجارت او د سرمایه كارۍ ودې له ضروري ده، سرمایه کارو او د صنعت کارو آسانيو لپاره دې نېشنل ټیرف کمېشن خپل فعاله کردار ترسره كړي۔ وزیراعظم ووئيل نړۍ كښې رائج ښه لارې چارې او د جدید ټیکنالوجی پشمول انفارمېشن ټیکنالوجی او مصنوعی ذهانت كارولو سره دې کمېشن كښې جدت راوستلے شي۔






